د سوېل ختیځ زون لوګر، پکتیا، پکتیکا او خوست یو‌شمېر خبریالانو سلام‌وطندار ته ویلي چې په دغه ولایتونو کې معلوماتو ته د نه‌لاسرسي له کبله له پراخو ستونزو سره مخ دي.

د دوی په وینا، نه‌شي کولای چې په خپل وخت سره د امنیتي او نورو موضوعاتو په اړه راپورونه جوړ کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دغه خبریالان په ولایتونو کې د اسلامي امارت له مسوولانو غوښتنه کوي چې د ورځنیو پېښو او تولیدي راپورونو پر مهال خبریالانو ته پر وخت معلومات ورکړي.

خبریال حبیب‌الرحمن سراب وویل: «د رسنیو او خبریالانو پر‌وړاندې، د دوی د کار پروړاندې ستونزې شته چې یوه یې معلوماتو ته نه لاسرسی دی. په سوېل ختیځ زون کې چې موږ کار کوو، ځينې رییسان او مسوولان مرکو ته نه حاضرېږي او زموږ وخت په یوه او بله پلمه ځنډوي.»

بل‌خوا د لوګر،پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو د اطلاعاتو او فرهنګ رییسانو سلام‌وطندار ته ویلي چې د پخوا په پرتله معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې ډېرې اسانتیاوې رامنځته شوې دي.

د دوی په وینا، خبریالان او د رسنیو کارکوونکو سره يې ناستې ډېرې شوي او پر ستونزو ورسره غږېدلي، خو که کوم خبریال ستونزه ولري له دوی سره دې شریکه کړي.

لوګر اطلاعاتو او فرهنګ رییس رفیع‌الله صمیم: «لوګر ولایت کې ټولو رسنیو ته په اسلامي او افغاني ارزښتونو سر سم ازادي ورکړل شوې او خبریالان په دغه ولایت کې معلوماتو ته لاسرسی لري.»

په ورته مهال د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ رییس خالق‌یار احمدزی وايي، دغه ولایت کې خبریالانو ته اسانتیاوې برابرې شوي او خبریالانو ته اجازه ورکول کېږي چې په خبري غونډو کې ګډون وکړي.

 په ورته مهال د خوست او پکتیکا ولایتونو د اطلاعات او فرهنګ رییسان بیا وايي چې خبریالانو ته د معلوماتو ورکړې او نورو برخو کې به خپله همکاري ونه سپموي.

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رییس شبیراحمد عثماني وویل: «خوست کې رسنۍ په ازاده توګه فعالیت کوي. اطلاعاتو او فرهنګ ریاست دوی ته پراخې اسانتیاوې برابرې کړي . خبریالان معلوماتو ته لاسرسی لري او د بشپړې همکارې ډاډ ورکوو.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون کلونه وړاندې توشیح شوی چې شپږ فصلونه او یو څلوېښت مادې لري، خو تراوسه د ډېری دولتي او خصوصي ادارو مسوولان ترې معلومات نه‌لري چې خبریالانو ته یې په خپله کاري ساحه کې ستونزې جوړې کړې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام