په دې وروستیو کې د اسلامي امارت له لوري د یو‌شمېر خبریالانو نیول، د رسنیو د ملاتړو بنسټونو او خبریالانو اندېښنې زیاتې کړې دي.

په تازه‌ګۍ سره د دایکندي ولایت د «افتاب» راډیو مدیر مسوول میرزا حسیني یوه اوونۍ وړاندې په هرات ولایت کې د اسلامي امارت له لوري نیول شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د میرزا حسیني ورور عزت توانا سلام‌وطندار ته ویلي چې له یوې اوونۍ تېرېدو وروسته، ورور یې لا هم د اسلامي امارت په بند کې دی.

د نوموړي په وینا، میرزا حسیني غوښتل چې ایران ته لاړ شي، خو هلته د اسلامي امارت د ځواکونو له لوري نیول شوی او تراوسه په بند کې دی.

په ورته مهال پرون د سلام‌وطندار خبریال رومان کریمي او موټرچلوونکی سمیع‌الله چې د کابل ښار حاجي یعقوب څلور لارې کې د ښځو د اعتراض د خبري پوښښ لپاره ورغلي وو، د اسلامي امارت د استخباراتو له لوري نیول شوي وو چې وروسته بیا خوشې شول.

رومان کریمي وايي، هغه او سمیع‌الله اووه ساعته د کابل د لسمې حوزې د استخباراتو امریت کې بندي وو او د مازیګر پر پنځو بجو بېرته خوشې شول.

د کریمي په وینا، سره له دې چې د خبریالۍ کارت یې د اسلامي امارت ځواکونو ته ورښودلی، خو بیا یې هم خبرو ته پام نه دی شوی او د اسلامي امارت د ځواکونو له لوري نیول شوی او وهل ټکول شوی دی.

په ورته وخت کې د یوې تصویري رسنۍ خبریالې صدیقه فرامرز سلام‌وطندار ته ویلي، د اطلاع رسونې په برخه کې د خبریالانو نیول، له هغو ننګونو څخه دي چې دوی ورڅخه ځورېږي.

نوموړې زیاته کړه، سره له دې چې په دې برخه کې غږ پورته شوی، خو د خبریالانو نیول، وهل او ټکول اوس هم دوام لري. فرامرز همداراز ویلي، کله چې یو خبریال نیول کېږي، له رسنیزو کارونو هغه زړه‌ توری کوي او باید د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی ودرول شي.

په همدې حال کې د افغانستان د ژورنالېستانو او رسنیزو بنسټونو فدراسیون غړی سیدعلي اصغر اکبرزاده هم وايي، حکومت باید د خبریالانو د امنیت ټينګښت په برخه کې هڅه وکړي او اجازه ور نه کړي چې خبریالانو ته زیان ورسېږي.

نوموړي د اسلامي امارت د سرپرست حکومت څخه غواړي چې د خبریالانو د امنیت ټينګښت په برخه کې پر خپلو کړیو ژمنو عمل وکړي.

نوموړي وویل: «هغه حرکتونه چې نن او پرون د خبریالانو پر وړاندې شوي، زه فکر کوم چې دا خپله پر رسنیو ظلم دی. هیله‌مند یو چې اسلامي امارت دې برخه کې هڅې وکړي.»

خو د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي بیا وايي چې سرپرست حکومت د بیان ازادۍ، د رسنیو او خبریالانو ملاتړ ته ژمن دی، خو اطلاع رسونه باید د اسلامي شریعت په چوکاټ کې وي.

هغه زیاته کړه چې له خبریالانو د اسلامي امارت د ملاتړ تګ‌لاره رواښانه ده او د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د بیان ازادۍ او اطلاع رسونې ملاتړ کوي.

بلال کریمي همداراز وویل، هغه کسان چې د اسلامي امارت د ځواکونو له لوري نیول شوي، د خبریال په نوم نه، بلکې د نور معلوماتو د ترلاسه کولو په موخه غوښتل شوي وو.

د هغو معلوماتو پربنسټ چې یو‌شمېر سرچینو سلام‌وطندار ته رالېږلي، په تېره یوه میاشت کې په کابل، پکتیا او هرات ولایتونو کې ۸ خبریالان نیول شوي دي.

په دې اتو پېښو کې یوه یې د وهلو ټکولو او بله یې هم په یوې خبري ناسته کې خبریال ته اجازه نه ده ورکړل شوې.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې ده چې تر دې وړاندې هم د سلام‌وطندار او یوشمېر نورو رسنیو خبریالان د اسلامي امارت د استخباراتو له لوري نیول شوي چې وهل او ټکول شوي هم دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام