کابل کې د «افغان انوېسټ» په نوم لوی شرکت پرانستل شو

نن په کابل کې د ریاست‌الوزرا د لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر په ګډون د یوشمېر حکومتي چارواکو له لوري د ۲۵۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د افغان انوېسټ «افغان پانګونې» په نوم د یوه ستر شرکت د جوړېدو پرانسته وشوه. په ورته مهال د سوداګرۍوزیر له افغان پانګوالو غوښتنه وکړه چې هېواد کې دننه پانګونه وکړي.

ستانکزی: پاکستان او ایران دې د افغان کډوالو پرمخ دروازې پرانیزي

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي نن په کابل کې د یوې غونډې پرمهال له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه پاکستان او ایران څخه غوښتنه وکړه چې د افغان کډوالو پرمخ سرحدونه خلاص کړي. نوموړي پر پاکستان او ایران غږ وکړ چې د افغان کډوالو له ځورونې لاس واخلي.