د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې افغانستان کې څه باندې ۱۰۰ هندوانو او  سیکانو ته بېړنۍ برښنايي ویزې ورکوي.

هندي رسنیو راپور ورکړی چې دغه پرېکړه د کابل د کارته‌پروان سیمه کې د اهل هنودو پر عبادت‌ځای له برید وروسته شوې او دغه ویزې به افغانستان کې له ګواښ سره مخ د سیکانو او هندوانو د وتلو بهیر کې اسانتیاوې برابرې کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د هندي رسنیو د راپورونو پربنسټ، د دغه هېواد چارواکو ویلي چې د هند د څېړنو ملي مرکز د کابل پرونی برید څېړي. دغه بنسټ همداراز د ۲۰۲۰ کال د مارچ په ۲۵ کابل کې د اهل هنودو پر یوه بل عبادت‌ځای برید هم څېړي چې په هغه برید کې د یوه هندي په ګډون ۲۷ سیکان وژل شوي وو.

د هندي چارواکو د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۰ کال کې نږدې ۷۰۰ هندوانو او سیکانو په افغانستان کې ژوند کاوه چې ډېری یې د تېر کال د ناامنیو او واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو وروسته، له هېواده ووتل.

هندي چارواکو همداراز ویلي چې افغانستان کې اوس نږدې ۱۵۰ هندوان او سیکان ژوند کوي، خو د چارواکو په وینا، «دغه لږکي اوس له سخت ګواښ سره مخ دي.»

کابل کې د اهل هنودو پر عبادت‌ځای د پروني برید مسوولیت داعش ډلې پر غاړه اخیستی چې یو هندی په‌کې ووژل شو او اووه کسان په‌کې ټپیان شول. دغه برید د هندي چارواکو له لوري په کلکه غندل شوی دی. د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي یاد برید ترهګریز او بزدلانه بللی دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په ورته مهال د هند د بهرنیو چارو وزارت هم په یوې خبرپاڼه کې کابل کې د اهل هنودو پر عبادت‌ځای پروني برید ته غبرګون ښودلی دی. دغه وزارت د یاد برید په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې دوی وضعیت له نږدې څاري.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام