د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د واګه بندر له لارې افغانستان ته د هند له لوري د مرسته شویو غنمو د لېږد نېټه یې د دوو نورو میاشتو لپاره غځولې ده.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د پاکستان له لارې افغانستان ته د هند د مرسته شویو غنمو د لېږد نېټه د مارچ په یوویشتمه پای ته رسېدلې وه.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په خبرپاڼه کې راغلي چې د هند حکومت په غوښتنه یې افغانستان ته د غنمو د لېږد بهیر نېټه د دوو میاشتو لپاره تمدید کړې.

دغه وزارت زیاته کړه چې په افغانستان کې د بشري ناورین د حل لپاره د هند د صادقانه هڅو د یوې برخې په توګه، پرېکړه شوې چې د لېږد بهیر د بشپړېدو په موخه د اسانتیاوو برابرلو نېټه د دوو نورو میاشتو لپاره هم وغځول شي.

هند د تېرکال په اکتوبر میاشت کې اعلان وکړ چې افغانستان کې د بشري ناورین د خرابېدو، وچکالۍ او لوږې له امله له دغه هېواد سره د طبي تجهیزاتو په ګډون د ۵۰۰۰۰ ټنه غنمو مرسته کوي چې ټاکل شوې وه، د پاکستان له لارې افغانستان ته ولېږدول شي.

پاکستان په لومړیو کې په دې برخه کې د همکاریو ژمنه وکړه او وویل چې د غنمو د لېږد بهیر باید د افغانستان د لاریو له لارې ترسره شي.

وروسته بیا داسې راپورونه ورکړل شول چې دغه هېواد له خپلې ژمنې په شاه شوی او د واګه بندر له لارې افغانستان ته د لېږدونکو غنمو په اړه یې شرطونه وړاندې کړې دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

هند او پاکستان له دوو میاشتو خبرو وروسته په دې سره سلا شول چې افغانستان ته د هند له لوري مرسته شوي غنم دې د پاکستان له لارې ولېږدول شي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام