هندي رسنیو د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په خبره رپوټ ورکړی چې نوېډهلي تېره ورځ (سېشنبه د کب په درېیمه) د هند د مرسته شویو غنمو لومړنۍ برخه د واګې بندر له لارې افغانستان ته استولې ده.
د هندي رسنیو د رپوټ پر بنسټ، د ۵۰ لاریو لومړنی کاروان چې ۲ زره او ۵ سوه مټریک ټنه غم په کې بار وو د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د چارواکو او د افغانستان د مخکیني دولت د سفیر په حضور د مراسمو له ترسره کېدو وروسته، افغانستان ته استول شوی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
ویل شوي چې هند به په ټوله کې شاوخوا ۵۰ زره ټنه غنم د پاکستان د واګې بندر له لارې افغانستان ته استوي. نوېډهلي کې د افغانستان سفیر دا مرسته د افغانانو لپاره مهمه بللې.
ټاکل شوې وه هند څو ورځې وړاندې خپل مرسته شوي غنم د پاکستان له لارې افغانستان ته واستوي، خو د اسلاماباد د مخالفت په دلیل دغه کار ځنډېدلی وو.
پاکستاني رسنیو تازه رپوټ ورکړی چې نوېډهلي او اسلاماباد هوکړه کړې، چې دغه مرسته افغانستان ته ورسول شي. دا داسې مهال دی چې له وروستیو سیاسي بدلونونو وروسته افغانان ګڼو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او زیاتره خلک د شپې ډوډۍ تامینولو وړتیا نه لري.