په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف د سه‌شنبې په ورځ پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي چې په روان زېږدیز کال کې به له جګړې د پاتې ماینونو د خطرونو په اړه د ماشومانو په ګډون، د ۳،۶ میلیونه کسانو لپاره روزنیز پروګرامونه جوړ کړي.

یونیسف وايي، د چاودېدونکو توکو د خطرونو په اړه خلکو ته د دغو پروګرامونو په جوړولو سره به هغوی وپوهېږي چې څرنګه د پاتې شويو چاودېدونکو توکو له خطرونو ځان او کورنۍ وساتي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

یونیسف زیاته کړې: «افغانستان په نړۍ کې د ناچاودو توکو لرلو له اړخه د ککړو هېوادونو له ډلې یو دی. يونيسف غواړي چې په روان زېږدیز کال کې د ماشومانو په ګډون، درې‌ ميليونه او ۶۰۰ زره کسانو ته د چاودېدونکو توکو د خطرونو په اړه روزنه وکړي.»

په ورته وخت کې پیښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مسوولان وايي چې لا هم د هېواد په یوشمېر ولایتونو کې ولسوالۍ په ماینونو ککړې دي چې له کبله یې د خلکو ژوند هم له ګواښ سره مخامخ دی.

د دغه وزارت د ماین پاکۍ د انسجام او همغږۍ رییس نورالدین رستم‌خېل سلام‌وطندار ته ویلي، د ۲۰۲۳ کال له پیل څخه د روان کال تر جنوري میاشتې پورې په ټول هېواد کې د ماینونو د چاودنو له امله ۳۱۴ پېښې چې له کبله یې ۱۸۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۲۹۱ نور ټپیان شوي، ثبت شوې دي.

بله‌خوا په یوشمېر ولایتونو کې هغه خلک چې د تېرو جګړو له امله د پاتې شویو ماینونو له خطرونو سره مخ دي، له حکومت څخه غواړي چې سیمې یې له روزنې وړاندې له ناچاودو ماینونو پاکې کړي. د غزني د اندړو ولسوالي د ناني سیمې اوسېدونکي غلام او د خاص روزګان ولسوالي اوسېدونکي عبدالله سلام‌وطندار ته ویلي:

«څو میاشتې مخکې زموږ کلي کې د هاوان یوه مرمۍ وچاودېدله، یو ماشوم په‌کې شهید شو، دوه نور ټپیان شول. خلک نه پوهېږي چې چېرته ماین شته، چېرته نشته. دولت باید یو کار وکړي چې کلي له ماینونو پاک کړي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

«دلته زموږ سیمه کې له پخوا ماینونه پاتې دي. ماشومان لاس وروړي، څوک خپل لاس له لاسه ورکوي، څوک یو بل ډول کېږي. غوښتنه مو دا ده چې دولت او موسسې دا ماینونه لرې کړي؛ له روزنې مخکې دې سیمې له ماینونو پاکې کړي.»

د ملګرو ملتونو سازمان د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې درې ميليونه وګړي له ماينونو، لاسي بمونو او له جګړې د پاتې ناچاودو چاودېدونکو توکو له خطرونو سره مخامخ دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام