Asset 1SWN

د کورونا دویمه څپه؛ په یوه شپه او ورځ کې ۱۰۴ کسان پرې اخته شوي

2020-08-25t000000z_502161141_mt1ltana000ewnigy_rtrmadp_3_afghanistan-asia-coronavirus-covid-19-isolation-mask-middle-east-pandemic-quarantine-234x165

د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۰۴ کسان پر کورونا ویروس اخته شوي دي. د دغه وزارت په وینا، په تېره یوه شپه او ورځ کې د کورونا له کبله هېڅوک نه دي مړه شوي.

د روغتیا وزارت د راپور له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې ۱۹۲۸ نمونې چې د کورونا شک پرې کېده، کتلې چې له ډلې یې یاد شمېر هغه په ۱۵ ولایتونو کې مثبتې ختلې دي.

دغه وزارت وايي چې په یاده موده کې ۹۴ کسان چې پر کورونا اخته وو، بېرته ښه شوي دي.

د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، دغه وزارت په هېواد کې د کورونا ویروس له خپرېدو راهیسې د ټول‌ټال ۲۴۲ زره او ۶۹۷ کسانو ټېسټونه کړي چې د ۵۴ زرو او ۸۵۴ هغو پایلې مثبتې ختلې دي. چارواکي وايي چې په یاده موده کې ۲ زره او ۳۹۰ کسان د کورونا له کبله مړه شوي او ۴۷ زره او ۴۵۹ نور بیا بېرته رغېدلي دي.

په نړۍ کې بیا پر کورونا د اخته کسانو شمېر له ۱۰۰ میلیونه اوښتی دی. تر اوسه ۱۰۰ میلیونه او ۳۱۸ زره کسان پر دغه ویروس اخته شوي چې له ډلې یې له ۲ میلیونه او ۱۵۰ زرو نه ډېرو هغو خپل ژوند بایللی او له ۷۲ میلیونه او ۳۶۷ زرو نه ډېر یې بېرته ښه شوي دي.

امریکا، هندوستان، برازیل، روسیه او انګلستان هغه هېوادونه دي چې د کورونا تر ټولو ډېرې مثبتې پېښې پهکې ثبت شوې دي. په دې ډله کې امریکا هغه هېواد دی چې کورونا ترې ډېره قرباني اخیستې او تر اوسه په‌کې له ۴۳۱ زرو نه ډېر کسان د کورونا له کبله مړه شوي دي.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام