یونیسف له جګړې د پاتې ماینونو د خطرونو په اړه څه باندې درېنیم میلیونه کسان روزي
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف د سهشنبې په ورځ پر خپلې اېکسپاڼې لیکلي چې په روان زېږدیز کال کې به له جګړې د پاتې ماینونو د خطرونو په اړه د ماشومانو په ګډون، د ۳،۶ میلیونه کسانو لپاره روزنیز پروګرامونه جوړ کړي.