Asset 1SWN

افغانستان د ناچاودو توکو پاک‌کارۍ لپاره هر کال ۵۰میلیونه ډالرو ته اړتیا لري

p07vnngw

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مسوولان وايي چې د هېواد په یو‌شمېر ولایتونو کې له جګړو پاتې ناچاودي توکي لا هم د خلکو ژوند ګواښي.

د یاد وزارت مسوولانو سلام‌وطندار ته ویلي چې غزني، زابل، هلمند، کندهار، کونړ، نورستان، پکتیا او پکتیکا کې د نورو ولایتونو په پرتله ډېر ناچاودېدونکي توکي شتون لري.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت اړوند د ماینونو د همغږۍ او انسجام رییس نورالدین رستم‌خېل سلام‌وطندار ته ویلي، تراوسه د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ۱۵۰۰ کیلومټره مربع سیمه پر ماینونو پوښلې چې د پاک‌کاري لپاره یې هر کال ۵۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.

نوموړي وویل: «دا مهال هېواد کې د ماینونو پاکولو زمینه برابره شوې ده. موږ ۱۵۰۰ کیلومټره مربع سیمه چې پر ماینونو او ناچاودو توکو پوښلې، د پاک‌کارۍ لپاره یې هر کال ۵۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لیدل کېږي.»

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مسوولان همداراز وايي چې دا مهال د هېواد په ۲۷ ولایتونو کې درې نړیوالې او شپږ کورنۍ موسسې چې ۶۰۰۰ کارکوونکي لري، د هغو سیمو پر پاک‌کارۍ بوخت دي چې د جګړو له امله پر ماینونو پوښلي دي.

بل‌خوا د ناچاودو ماینونو له مله د قربانیانو کورنۍ وايي چې لا هم سیمو کې یې ناچاودي توکي ژوند ته لوی ګواښ دی.

د فاریاب اوسېدونکی غلام‌سخي وویل: «المار ولسوالي کې درې ورځې وړاندې د ناچاودي ماین چاودنې له امله زموږ د کورنۍ د درې کلن ماشوم ژوند یې واخیست. موږ له اسلامي امارت غواړو چې زموږ سیمې له ناچاودو توکو پاکې کړي.»

دا په داسې مهال دی چې پرون دوشنبه د کب اتمه اوچا ویلي و چې افغانستان د نړۍ په کچه ناچاودي توکي لري.

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مسوولانو ویلي و، د تېر یوه کال پر مهال ۱۴۴۰ کسان د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ناچاودو توکو د چاودنې له کبله مړه او ټپیان شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام