کندهار کې د اسلامي امارت د امنيه قومنداني چارواکي وايي چې پرون د روزګان-کندهار ترمنځ پر لويه لاره د سړک غاړې ماین چاودنې له کبله يو ماشوم وژل شوی دی.

د کندهار د امنيې قومنداني وياند قاري محمد‌اصف حکيمي نن سلام‌وطندار ته وويل، پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې يو ماشوم په دغه سيمه کې د تېرې جګړې پرمهال د سړک غاړې خښ کړل شوي ماین باندې ور برابر شو.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړی زیاتوي، ياد ماشوم په دې چاودنه کې ټپي شوی و، خو روغتون کې یې د ټپونو له امله ساه ورکړه.

حکیمي سلام‌وطندار ته وویل:« پرون د روزګان او کندهار پر لويه لاره باندې د مخابراتي شبکو د انتن سره يو خښ کړل شوي ماين پاته و، پر يوه ماشوم يې چاودنه کړې، ماشوم روغتون ته تر رسېدو وروسته ژوند له لاسه ورکړی دی.»

د مخکیني حکومت او اسلامي امارت ترمنځ د جګړې پرمهال د سړک غاړې ماینونو ډېری کله د ملکیانو ژوند اخیست او غیرنظامیانو ته به یې مرګ‌ژوبله اړوله.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو وروسته که څه هم هېواد کې جګړه پای ته رسېدلې، خو د تېرې شل کلنې جګړې پرمهال خښ کړل شوي ماینونه او نا چاودې مرمۍ هغه ګواښ دی چې لاهم افغانان ورسره مخ دي.

 

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام