پېښور؛ د شیعه‌ګانو په یوه جومات کې چاودنې ۳۰ کسان وژلي

د پاکستان د پښتونخوا د مرکز پېښور ښار اړوند د شیعه‌ګانو په یوه جومات کې نن د جمعې لمانځه پرمهال چاودنه شوې چې له امله یې ۳۰ کسان وژل شوي او ۵۰ ټپیان دي. د پاکستاني رسنیو د خبر له مخې، یاده چاودنه د پېښور قصه‌خوانۍ بازار ته څېرمه د شیعه‌ګانو په یوه جومات کې هغه مهال شوې چې خلک د جمعې پر لمانځه لګیا وو.

کونړ؛ اسلامي امارت هغه سرتېری نیولی چې یو ځوان یې وژلی و

د کونړ ولایت چارواکي وايي، هغه امنيتي سرتېرى يې نيولى چې  په يو چېک‌پواينټ کې یې د بريد پر مهال يو ځوان وژلى او يو بل يې ټپي کړى و. چارواکي زیاتو  چې دغه پېښه پرون د دې ولايت په شيګل ولسوالي کې هغه مهال رامنځته شوې چې د واده د وراه يوه موټر له چيک پواينټ  څخه تېرېده.