د پاکستان د خیبر پښتونخوا د مرکز پېښور ښار اړوند د شیعه‌ګانو په یوه جومات کې نن د جمعې لمانځه پرمهال چاودنه شوې چې له امله یې ۳۰ کسان وژل شوي او له ۶۰ زیات ټپیان دي.

د پاکستاني رسنیو د خبر له مخې، یاده چاودنه د پېښور قصه‌خوانۍ بازار ته څېرمه د شیعه‌ګانو په یوه جومات کې هغه مهال شوې چې خلک د جمعې پر لمانځه لګیا وو.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ورته مهال په پېښور کې د  لیډي رېډنګ روغتون ویاندې ناهید جهانګیر رسنیو ته ویلي چې تراوسه د پېښې له ځای څخه ورته ۳۰مړي او ۵۰ ټپیان وروړل شوي او د نوموړې په وینا، ښايي د مرګ‌‌ژوبلې شمېره له دې هم زیاته شي.

د لیډي رېډنګ روغتون ویاندې همداراز زیاته کړې، په روغتون کې بېړنۍ وضعیت اعلان شوی او هره شېبه د پېښې له ځای څخه ورته مړي او ټپیان ورلېږدول کېږي.

په ټولنیزو رسنیو کې د چاودنې له ځای څخه په اخیستل شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې ګڼ‌شمېر کسان په جومات کې خواره واره پراته دي او ښايي مرګ‌ژوبله ډېره وي.

بل‌خوا پاکستاني رسنیو ویلي، په دې چاودنه کې یو‌شمېر پاکستاني پوځیان هم وژل شوی دي. د پېښور د پولیس مشر رسنیو ته ویلي چې یاد برید د دوو وسله‌والو بریدګرو له لوري شوی دی.

نوموړي زیاته کړې چې بریدګرو لومړی د جومات پر ساتونکي ډزې کړي او وروسته په جومات کې یاده چاودنه رامنځته شوې ده. د هغه په وینا، د وسله‌والو په ډزو کې د جومات یو ساتلونکی وژل شوی او بل ټپي دي.

په همدې حال کې د پاکستان لومړي وزیر عمران دغه چاودنه غندلې او اړوند ادارو ته یې امر کړی چې د پېښې ټپیانو ته د لا ښې درملنې لپاره امکانات برابر کړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

تر دامهاله د دې چاودنې مسوولیت کوم چا یا ډلې پر غاړه  نه دی اخیستی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام