هرات کې ځینې سرچینې سلام وطندار ته وایي چې نن ماښام د هرات ښار په حاجي عباس سیمه کې په یو فلانکوچ ډوله موټر کې هغه مهال درنه چاودنه وشوه چې یوشمېر مسافرین یې له مرکز څخه د خاتم‌الانبیا سیمې ته روان کړي و.

د هرات د حوزوي روغتون سرطبیب محمدعارف جلالي وایي، د پېښې له ځایه تراوسه دغه روغتون ته ۶ مړي او ۱۰ ټپیان وروړل شوي دي.  هغه وایي چې د تلفاتو ارقام بدلون کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ویل کېږي په وژل شویو کې درې ښځې هم شاملې دي. دغه راز، په ټپیانو کې هم ۵ ښځې شته.

سرچینې زیاتوي چې د پېښې ټول قربانیان مسافرین او د سیمې اوسېدونکي دي.

د دې چاودنې د څرنګوالي او د تلفاتو په اړه جزیات نشته او د هرات امنیتي چارواکي هم تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د دې چاودنې مسوولیت تراوسه کومې ډلې پر غاړه نه دې اخیستې.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام