د هلمند ولایت محلي چارواکي وايي چې د دې ولایت اړوند په ګرشک ولسوالي کې د کندهار-هرات پر لویه لار د ټرافیکي پېښې له کبله دوه کسان مړه شوي او دوه نور ټپیان دي.
د هلمند د اطلاعاتو کلتور ریاست مرسیتال محمدقاسم ریاض وایي، پېښه پرون مازدیګر ۴ بجې د ګرشک ولسوالي درېیمې لوا ته څېرمه د دوو موټرسایکلونو ترمنځ رامنځته شوي چي په پایله کې یې دوه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د نوموړي په وینا ، په یاده پېښه کي د دواړو موټرسایکل چلوونکي محمدداود او جلیلاحمد د پېښې په ځای کي خپل ژوند له لاسه ورکړی او د میرزامحمد او رحمت الله په نومونو دوه کسان بیا ژوبل شوي دي.
په ورته مهال د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال محمد قاسم ریاض وویل چې ټپیان د امنیتي ځواکونو له لوري د ګرشک ولسوالي روغتون ته انتقال شوي دې.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د یادونې وړ ده دا لومړی ځل نه دی چې د کندهارـ هرات پر لویه لار په ټرافیکي پېښه کي خلکو ته مرګ ژوبله اوړي، له دې وړاندې هم دې ته ورته پيښي رامنځته شوي چي مرګ ژوبله یې هم له ځان سره درلوده.