Asset 1SWN

هرات کې د «لاجورد لارې» دویم څلور ورځنی نندارتون پرانېستل شو

۱

هرات کې د «لاجورد لارې» په نوم د کورنیو تولیداتو او لاسي صنایعو دویم څلور ورځنی نندارتون نن چهارشنبه د غبرګولي درېیمه پرانېستل شو چې څلور ورځې به دوام ولري.

د لاجورد لارې دغه دویم نندارتون هرات کې کورنیو تولیداتو سره د خلکو اشنا کولو او د کورنیو تولیدونکو او صنعت‌کارانو د کاروبار ودې په موخه جوړ شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

یاد نندارتون کې په ۳۰۰ غرفو کې زعفران، په لاس جوړ شوي توکي، زینتي لوښي او نور بېلابېل توکي نندارې ته کېښودل شوي دي. د هرات د صنایعو او کانونو خونې رییس حمیدالله خادم له ا.ا غوښتنه وکړه چې دغه ولایت کې پانګونې ته زمینه برابره کړي او له صنعت‌کارانو ملاتړ وکړي.

هغه وویل: «له کندهار، هرات، غور، بادغیس، نیمروز او فراه څخه صنعت‌کاران او تولیدونکو ګډون کړی چې ۲۰۰ غرفې د نارینه‌وو او ۱۰۰ هم د ښځو لپاره په پام کې نیول شوي دي.»

که څه هم هرات یو له هغو ولایتونو دی چې ستر صنعتي پارک لري، خو بیا هم د دغه ولایت سوداګر او صنعت‌کاران هېواد ته د ورته تولید شویو توکو له وارداتو څخه نیوکه کوي.

هرات کې د کورنیو توکو تولیدونکی صفت‌یار له حکومت غوښتنه کوي چې د هغو توکو د وارداتو مخه دې ونیسي چې په هېواد کې دننه تولیدېږي.

هغه وویل: «له مسوولانو غواړو چې زموږ ملاتړ وکړي، څو خپل محصولات خرڅ کړو او له هېواده بهر یې صادر کړو او همداوس زموږ تولید شوي محصولات د بهرنیو وارد شویو محصولاتو په پرتله غوره کیفیت لري.»

د هرات محلي مسوولان د دغه راز نندارتونونو جوړېدل د هېواد د اقتصاد پرمختګ لپاره ګټور بولي. د هرات والي نوراحمد اسلام‌جار وايي، د هرات تولیدي کارخونو او صنعت ودې لپاره له پانګوالو او صنعت‌کارانو ملاتړ کوي.

هغه وویل: «محلي اداره د صنعت‌کار ترڅنګ ده او باید په خپلو قدمونو وړاندې لاړه شي، تراوسه ذهن او فرهنګ جوړونه نه ده شوې او باید وشي، څو د خلکو په زړونو کې ځای ونیسي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

بل‌خوا د هرات والي سوداګرو او صنعت‌کارانو ته ډاډ ورکړ چې د هغو بهرنیو محصولاتو مخه به نیسي چې دغه ولایت کې تولیدېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام