هرات کې د «مهربانه یار» په نوم د کتاب نندارتون جوړونکي وايي، دغه نندارتون کې د بېلابېلو برخو سلګونه ټوکه کتابونه نندارې ته کېښودل شوي او څلور ورځې به دوام وکړي.
د یاد نندارتون یوه مسوول عبدالله مومني سلاموطندار ته وویل، دغه نندارتون کې دیني، د کیسو، ارواح پوهنې، تاریخ او د ادبیاتو برخې کتابونه نندارې ته وړاندې شوي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه وویل: «دغه نندارتون مو د کتاب اوونۍ او کتاب ورځې په مناسبت جوړ کړی، څو دواړو څخه نمانځنه وشي او شاوخوا ۱۰۰۰ عنوانه کتابونه نندارې کېښودل شوي دي.»
هرات کې د کتاب نندارتون ترسره کوونکي وايي، نسبت تېرو کلونو ته دامهال دغه ولایت کې د کتاب لوستو او کتاب پلورلو فرهنګ ډېر کمرنګه شوی.
محمد الیاس نجیبي چې دغه نندارتون ته راغلی وايي، داسې شرایطو کې چې هېواد کې د مطالعې فرهنګ کمرنګه شوی او خلک له کتاب لوستو څخه لرې شوي، د کتاب لوستو فرهنګ دودولو لپاره د دغه ډول نندارتونونو جوړول، مهم دي.
هغه وویل: «کله چې دغه شان نندارتونونه جوړېږي، دغه نندارتونه لامل کېږي چې ګڼشمېر ځوانان کتاب لوستلو ته مخه کړي، وهڅول شي او کتابونه وپېري.»
بلخوا د هرات یوشمېر فرهنګپالان هم وايي، تېر ته په پرتله خلکو کې په ځانګړې توګه ځوانانو کې د کتاب لوستو فرهنګ کمرنګه شوی. د پوهنتون استاد عبدالبصیر صبور هېواد کې د مطالعې فرهنګ ترویج لپاره کتاب لوستل یوازینۍ حللاره بولي.
هغه وویل: «هغه کسان چې دغه نندارتون جوړوي، ځوانانو ګډون کړی، کتابونه برابروي او خپلو کورونو ته دې یوسي او له کتابونو دې سمه ګټه پورته کړي.»
د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولان د دغه نندارتون جوړولو څخه د هرکلي ترڅنګ، د هېواد د پرمختګ لپاره د کتاب پر لوستو ټینګار کوي.
د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د هنر او فرهنګ امر حمیدالله غیاثي وویل: «د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له دغو نندارتونونو هرکلی او ملاتړ کوي او هغه څوک چې د ورته نندارتونونو د جوړولو پلان لري، دغه ریاست یې هر اړخیزه ملاتړ کوي.»
د یادونې وړ ده چې هرات کې فرهنګ پالان هڅه کوي د کتاب نندارتونونو په جوړولو سره، ټولنه کې د کتاب لوستو فرهنګ دود کړي