کابل کې یوشمېر ځوانانو د خلکو ترمنځ د مطالعې فرهنګ دودولو په موخه د کتابونو پنځه ورځنی نندارتون جوړ کړی دی.
د دغه نندارتون جوړونکي وايي، هڅه کوي چې د نجونو، مېرمنو او ځوانانو ناهیلي شوي ذهنونه په مطالعې سره بوخت کړي.
د یاد نندارتون یوه مسوول عبدالحسین فرهمند د دغه نندارتون د جوړېدو موخه ټولنه کې د کتاب لوستو فرهنګ دود او مطالعې ته د ځوانانو هڅول بولي.
نوموړي وویل: «شاوخوا ۲۰۰۰ جلد کتابونه مو دلته راوړي دي. رمان، کیسې، ارواحپوهنه او داسې نور… او پنځه ورځې به دوام وکړي. موږ د مطالعې فرهنګ دودولو لپاره ډېرې هڅې کړي. د کتاب لوستلو له سیالۍ نیولې د کتابونو تر امانت ورکولو پورې. تراوسه مو نږدې ۷۵۰ کتابونه د مطالعې لپاره ورکړي دي.»
د فرهمند په وینا، ټولنه کې د کتاب لوستلو فرهنګ دودولو په موخه یې د مطالعې لپاره ځانکړی ځای هم جوړ کړی چې د ورځې له سلو څخه تر ۱۵۰کسان د مطالعې لپاره دې ځای ته مراجعه کوي.
د یاد نندارتون یوه بله مسووله سمیرا محمدي سلاموطندار ته وویل: «ډېری کسان د رمان او شعري کتابونو لټه کې دي. د مولانا، خیام او حافظ کتابونه لولي. تراوسه ښځینه کتاب لوستونکې ډېرې وې او زاړه کسان هم ډېر وو. دا راته د حیرانتیا ځای دی چې د ځوانانو په پرتله زاړه کسان ډېر راځي او کتاب لولي.»
په همدې حال کې یاد نندارتون ته راغلي کسان وايي چې دې وروستیو کې د مطالعې فرهنګ کمرنګه شوی او دغه شان نندارتون به د مطالعې دود بېرته ژوندی کړي.
د نندارتون ګډونواله شریفې وویل: «د مطالعې دود کمرنګه شوی او دغه نندارتونونه به یې بېرته راژوندی کړي. زما توصیه دا ده چې د کتاب لوستل ژوند کې ډېر رول لري. که ټولنیزو رسنیو ته ځو ټوله ورځ مو ضایعه کېږي او باید کتاب ولولو.»
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
کابل کې دغه نندارتون داسې مهال جوړېږي چې په دې وروستیو کې د ځوانانو ترمنځ د مطالعې فرهنګ کمرنګه شوی او د یوه بنسټ د څېړنې له مخې، کابل کې په اوسط ډول خلک په ورځنۍ کچه تر درېوو دقیقو کمه مطالعه کوي.