د علامه فیضاني فرهنګي مرکز نن کابل کې د سړک پر سر د کتابونو نندارتون جوړ کړ. د دغه نندارتون جوړونکي وايي چې بېلابېل ډول کتابونه یې نندارې ته وړاندې کړي او موخه یې په هېواد کې د مطالعې فرهنګ دودل دي.

دوی زیاتوي چې دغه نندارتون به درې ورځې دوام وکړي او که د پلازمېنې د اوسېدونکو له غوښتنې سره سم به یې، څو ورځې نور هم وغځوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د علامه فیضاني د مرکز مسوول عبدالباقي ایوبي سلام‌وطندار ته ویلي چې هېواد کې د وروستیو سیاسي تحولاتو راپدېخوا، د کتاب لوستلو او د مطالعې کچه راټيټه شوې ده.

په همدې حال کې د سړک پر سر د کتابونو نندارتون یو‌شمېر ګډون‌وال د دغه نندارتون له جوړېدو خوښ دي او له اسلامي امارت څخه غواړي چې هېواد کې د کتاب لوستلو فرهنګ د دودولو لپاره هڅې وکړي.

د دغه نندارتون د ګډون‌والو په وینا، د مطالعې او کتاب لوستلو ټيټه کچه په هېواد کې د سیاسي، فرهنګي او ټولنیز ناورین د رامنځته کېدو لامل شوی دی.

د یاد نندارتون یو ګډونوال نورالله کوثر وايي: «له شک پرته کتاب او د کتاب لوستل د اسلامي تمدن، اسلامي امت او افغانانو د پرمختګ وسیله ده. له کتاب لرې‌والی د دې لامل شوی چې موږ په د پېړو په لړ کې له ستونزو سره مخ شو چې اوس یې بیه پرې کوو. کتاب دی چې موږ لوړو موخو ته رسوي.»

دا په داسې حال کې ده چې واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو وروسته یوشمېر کتاب پلورونکي وايي، د کتاب د پېر او پلور بازار یې مخ په ځوړ روان دی.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دوی د ښوونځیو تړل پاتې‌کېدل، د خلکو کمزوری اقتصاد او همداراز ټولنیزو رسنیو ته د ځوان نسل تمایل د دې لامل شوی کتاب ته توجه  او پاملرنه کمه شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام