د پکتیا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولان وایي چې د کتاب اوونۍ د نمانځنې په موخه یې په مرکز ګردېز کې د کتابونو نندارتون جوړ کړی دی.

د مسوولانو په وینا، په دغه نندارتون کې زرګونه ټوکه دیني، اسلامي، ادبي، فرهنګي، معلوماتي او تاریخي کتابونه د مطالعې لپاره کېښودل شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د پکتیا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس خالقیار احمدزي سلام‌وطندار ته ویلي، د کتاب اوونۍ د نمانځنې او مطالعې ته د ځوانانو د هڅونې په موخه يې په ګردېز ښار کې د کتابونو ستر نندارتون جوړ کړی دی.

احمدزي زیاته کړه چې دغه نندارتون به یوه اوونۍ دوام وکړي او په پام کې ده چې د پکتیا ولایت په څمکنیو، زرمت او سیدکرم ولسوالیو کې هم ورته نندارتونونه جوړ شي.

د پکتیا ولایت په مرګز ګردېز کې جوړ شوي نندارتون ته راغلي ځوانان او ګډونوالو سلام‌وطندار ته وویل چې د دا ډول نندارتونونو جوړول یو مثبت ګام دی، خو په وینا یې، یاد نندارتونونه باید په دوامداره توګه جوړ او ولسوالیو او کلیو ته هم وغځول شي.

د پکتیا یوه اوسېدونکي انورشاه سلام‌وطندار ته وویل چې مطالعې ته د ځوانانو د هڅونې لپاره باید لازیات کار وشي او که ځوانان د کتاب مطالعې ته مخه کړي، ټولنه کې به شته ناخوالې هوارې شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې د مخکیني حکومت له پرځېدو وروسته، دا لومړی ځل دی چې د پکتیا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په نوښت په ګردېز ښار کې د مطالعې لپاره د ځوانانو د هڅونې په موخه د کتابونو نندارتون جوړېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام