د کتاب اوونۍ؛ د پکتیا مرکز ګردېز کې د کتابونو نندارتون پرانستل شو

د پکتیا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولان وایي چې د کتاب اوونۍ د نمانځنې په موخه یې په مرکز ګردېز کې د کتابونو نندارتون جوړ کړی دی.

د مسوولانو په وینا، په دغه نندارتون کې زرګونه ټوکه دیني، اسلامي، ادبي، فرهنګي، معلوماتي او تاریخي کتابونه د مطالعې لپاره کېښودل شوي دي.

ولسي جرګه: صالح له سند پرته د چا د ګواښلو حق نه لري

د ولسي جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې یو‌شمېر وکیلانو د ولسمشر د نوموړي مرستیال امرالله صالح له لوري په دغه جرګه کې د بادغیس د خلکو د استازي امیرشاه نایب‌زاده په مرګ ګواښل ناقانونه کړنه وبلله. وکیلانو له صالح غوښتنه وکړه که د خپلې ادعا په اړه اسناد لري، عدلي ارګانونو ته دې وسپاري، څو هغوی په دې اړه پرېکړه و کړي.