د ولسي جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې یوشمېر وکیلانو د ولسمشر د نوموړي مرستیال امرالله صالح له لوري په دغه جرګه کې د بادغیس د خلکو د استازي امیرشاه نایبزاده په مرګ ګواښل ناقانونه کړنه وبلله.
د ولسي جرګې غړو د امرالله صالح هغو تورونو ته هم غبرګون وښود چې کواګې د بادغیس د خلکو استازی امیرشاه نایبزاده په دغه ولایت کې د طالبانو په ګټه کار کوي او امنیتي ځواکونه دې ته هڅوي چې طالبانو ته تسلیم او ولسوالۍ ور پرېږدي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د ولسي جرګې یوشمېر غړو وویل چې د ولسمشر لومړی مرستیال که د نایبزاده د خیانت په اړه کره اسناد لري، نو عدلي او قضایي ارګانونو ته دې وسپاري، څو دغه موضوع دوی وڅاري او په اړه یې پرېکړه ونیسي.
په همدې حال کې د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني هم د ولسمشر د لومړي مرستیال دغه کړنه ناقانونه بولي او وایي، نوموړی باید خپلې پرېکړې د احساساتو له مخې ونه کړي او هغه څه چې یې د دې جرګې له غړي سره کړي د منلو نه دي.
هغه زیاته کړه: «زه د ملت د کور له ادرس څخه په ولسمشر او سیاستوالو غږ کوم چې په داسې اساسو او تاریخي شېبو کې دې، صالح صاحب د عامو وګړو په ذهینیت جوړونې نه مصروفوي او نا مشروع او دسیسې جوړول دې څنډې ته کړې او د ولس په یووالي دې کار وکړي نه د فېسبوک له لارې قهرمانۍ جوړونې.»
- ولسي جرګه: د ملي امنیت رییس پر رسنیو د بندیز لګولو په اړه خبرې نه دي کړي
- ولسي جرګه: لومړۍ مېرمنې د ملت کور او ولس ته سپکاوی کړی
- ولسي جرګه: صالح ته د پلازمېنې امنیت سپارل د امنیتي بنسټونو فعالیتونه کمزوري کوي
په ورته مهال د ولسي جرګې رییس عدلي، قضایي او د مرکزي پلټنې کمېسیون ته دنده وسپارله چې دا مسله له نږدې وڅېړي او له یوشمېر وکیلانو یې غوښتنه وکړه چې نایبزاده له کلابندۍ را خوشې کړي.
د یادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح پورې تړلي یوه غږیز کلیپ کې چې په ټولنیزو رسنیو کې خپور شوی، پکې د بادغیس د خلکو استازی امیرشاه نایبزاده په خیانت تورنوي او هغه په مرګ ګواښي.
په دغه غږیز کلیپ کې د ولسمشر نوموړی مرستیال پر نایبزاده تور پورې کړی چې د طالبانو پر ګټه کار کوي او امنیتي ځواکونه هڅوي، څو وسلهوالو طالبانو ته ولسوالۍ او سیمې ور پرېږدي.
په ولسي جرګه کې د بادغیس د خلکو استازی امیرشاه نایبزاده چې اوس په خپل کور کې کلابند دی. تېره ورځ یې په یوه ویډیويي کلیپ کې د ولسمشر د لومړي مرستیال دغه تورونه بې اساسه وبلل.