په لوګر کې د یوې موسسې په نوښت ښوونځیو  ته د خلکو د هڅونې په موخه «بچیان مو په ښوونځیو کې شامل کړئ» تر نوم لاندې کمپاین پیل شو چې یوه اوونۍ به دوام وکړي.

دا ښوونيز کمپاين د پوهنې رياست په غوښتنه او د ودان موسسې په نوښت جوړ شوى چې يو‌شمېر ديني عالمانو، قومي مشرانو او ځوانانو په کې برخه اخيستې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د لوګر د پوهنې ریاست ویاند شاه‌پور عرب سلام‌وطندار ته وویل، د ياد کمپاين موخه دا ده چې په دغه ولایت کې کورنۍ وهڅوي، څو خپل ماشومان ښوونځي کې شامل کړي.

د ودان موسسې ولایتي مسوول محمد‌عالم غالب سلام وطندار ته وویل، لوګر کې په لاره اچول شوي کمپاین کې سلګونه کسانو ونډه اخیستې او کلي په کلي کرځي، څو د ښوونځي عمر ته رسېدلي ماشومان د خپلو سيمو په نږدې ښوونځيو کې شامل کړي.

غالب زیاته کړه: «د کمپاین کډوالو له ځان سره ټول هغه بچيان مو چې عمرونه يې ۷ کلنۍ ته رسېدلي وي، په ښوونځيو کې شامل کړئ.  بچيان مو له خداى ورکړي حق (تعليم) څخه برخمن کړئ. د علم زده‌کړه پر هر نارينه او ښځينه فرض ده، شعارونه لېږدول.»

د دغه کمپاین په پیل سره ګڼ‌شمېر ماشومان ښوونځیو کې شامل کړل شوي او کورنیو  ژمنه کړې چې خپل بچيان به ښوونځي کې شامل کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د يادونې وړ ده چې د لوګر د پوهنې رياست د ودان موسسې په نوښت په پاتې نورو ولسواليو کې هم د ورته نورو ښوونيزو کمپاينونو جوړولو پلان لري.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام