Asset 1SWN

کابل ښاریان: تور بازار کې یو پاسپورټ ۳۰۰۰ ډالر دی؛ مسوولان: جعلي دي

afghan-passports

څه باندې پنځه میاشتې کیږي چې کابل او ولایتونو کې د پاسپورټونو د وېش بهیر ځنډول شوی دی. د پاسپورټ عمومي ریاست د پاسپورټونو د وېش بهیر د ځنډېډو لامل تخنیکي ستونزې بولي.

خو د کابل یو‌شمېر اوسېدونکي د پاسپورټ وېش بهیر ځنډېدو څخه شکایت کوي او وايي، تور بازار کې یو جلد پاسپورټ په ډېره لوړه بیه پلورل کېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د کابل یوه اوسېدونکي الیاس سلا‌م‌وطندار ته وویل چې دا مهال په تور بازار کې د یوه پاسپورټ بیه له ۲۰۰۰ تر ۳۰۰۰ ډالرو پورې رسېږي.

نوموړي وویل: «څو چې پیسې ور نه‌کړې، پاسپورټ نشي اخیستلی، هغه هم تور بازار کې، نرخ یې څو برابره لوړ دی. له ۲۰۰۰ تر ۳۰۰۰ ډالرو دی چې خلک یې د اخیستلو توان نه‌لري او موږ غواړو چې د پاسپورټ د وېش بهیر بېرته پیل شي.»

په ورته مهال د کابل یو بل اوسېدونکی منصور بیا وايي، له روژې وړاندې یې د پاسپورټ اخیستلو لپاره نوملیکنه کړې وه او دوه میاشتې وړاندې یې د بایومټریک بهیر بشپړ کړی، خو په وینا یې، تراوسه یې پاسپورټ نه دی ترلاسه کړی.

نوموړي سلام‌وطندار ته وویل چې کمېشن‌کاران یو جلد پاسپورټ په ۱۷۰۰ ډالرو پلوري.

له دې سره د کورنیو چارو وزارت د پاسپورټ عمومي ریاست په ناقانونه توګه د پاسپورټ وېشلو ادعاووې ردوي او وايي، کوم پاسپورټونه چې بازارونو ته وړاندې کېږي، جعلي دي.

د پاسپورت ریاست ویاند نورالله پتمن سلام‌وطندار ته وویل: «د پاسپورټ وېش بهیر کې روڼتیا رامنځته شوې او موږ هڅه کوو چې روڼتیا نوره هم ښه شي او هغه کسان چې د فساد او جعل خبره کوي، دوی جعل‌کاران دي او دغه پاسپورټونه دې ادارې سره ثبت نه دي.»

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

دا داسې مهال دی چې د اسلامي امارت په واکمنېدو سره، د پاسپورت ترلاسه کولو غوښتنې ډېرې شوي، خو د وېش پروسه یې څو ځله ځنډول شوې ده.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام