واک ته د اسلامي امارت تر بیارسېدو راپدېخوا هېواد کې د پاسپورټ د غوښتونکو کچه په بې‌مخینې توګه لوړه شوې، خو پاسپورټ ریاست کې د ظرفیت کمښت او د پاسپورټ د غوښتونکو لوړ شمېر، لامل شوی چې د پاسپورټ اخیستلو  بهیر له خنډ او ځنډ سره مخ شي.

د کابل ښار یو‌شمې اوسېدونکي وايي چې د پاسپورټ اخیستلو بهیر مخې وړلو لپاره میاشتې په تمه پاتې کېږي چې دغې چارې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د پاسپورټ غوښتونکي مصطفي علي‌زاده وویل: «پاسپورټ د هر وګړي حق دی، خو له بده‌مرغه کله چې د پاسپورټ ترلاسه کولو ته مراجعه کوي، سپکاوی ورته کېږي. که سم مدیریت وي، دومره ډېر خلک پاسپورټ ریاست ته مراجعه نه کوي. زه خپله پنځه میاشتې کېږي چې د پاسپورټ اخیستلو لپاره په تمه یم.»

که څه هم داسې راپورونه خپاره شوي چې د ا.ا سرپرست حکومت هر ورځ ۴۰۰۰ جلده پاسپورټونه وېشلي، خو د یاد ریاست ویاند سلام‌وطندار ته ویلي چې کابل کې هره ورځ د ۲۰۰۰ فورمونو د طي مراحل ظرفیت لري.

په ورته مهال ولایتونو کې د پاسپورټونو د وېش بهیر  ځنډېدو له امله د پاسپورټ غوښتونکي کابل ته راځي چې د پاسپورټ ریاست کې د ګڼې ګوڼې لامل کېږي.

د پاسپورټ ریاست  ویاند نورالله پتمن سلام‌وطندار ته ویلي چې د دوی تخنیکي ډلې هڅه کوي، څو د پاسپورټونو د وېش ظرفیت لوړ کړي او ولایتونو  کې هم بېرته خپل خدمتونه پیل کړي.

د نوموړي په وینا، هره ورځ زرګونه کسان د پاسپورټ اخیستلو لپاره یاد ریاست ته مراجعه کوي چې د ګڼې ګوڼې لامل شوی دی.

دا په داسې مهال ده چې پاسپورټ ریاست کې د کمېشن‌کارانو د شتون په اړه هم اندېښنې دي چې ګواکې دغه ریاست کې یې د پاسپورټ اخیستلو بهیر له خنډ سره مخ کړی دی.

په ورته مهال د پاسپورټ ریاست مسوولان دغه اداره کې د فساد شتون نه ردوي، خو وايي چې د فساد مخنیوي کې جدي دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یاد ریاست ویاند همداراز ویلي چې دوی د وروستیو میاشتو پرمهال سلګونه کسان د فساد په تور عدلي او قضايي ارګانونو ته ورمعرفي کړي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام