کابل کې د پاسپورټ عمومي ریاست چارواکو نن ویلي چې دغه ریاست د مراجعینو پر مخ تړل شوی دی. د یاد ریاست د مطبوعاتو امر شفیع‌الله تسل خبریالانو ته ویلي چې تر بلې خبرتیا پورې دې د پاسپورټ اخیستونکي دغه ریاست ته نه ورځي او له ورتلو دې ډډه وکړي. د یاد ریاست د تړل‌کېدو لامل نه دی په ډاګه شوی.

تسل په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي، خو زیاته کړې ده چې په نورو ولایتونو کې د پاسپورټونو د وېش بهیر په عادي ډول روان دی. تراوسه معلومه نه ده چې دغه رياست به د څو ورځو لپاره د خلکو پر مخ تړلی وي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د پاسپورټ ریاست داسې مهال په کابل کې یو ځل بيا د مراجعينو پر مخ تړل شوی چې بېګاه شپه د پاسپورټ ریاست سرپرست عالم‌ګل حقاني پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د ګڼې ګوڼې او د خلکو د ستونزو د مخنیوي لپاره له دې وروسته د پاسپورټونو د وېش لړۍ یوازې د انلاین فورمې له لارې ترسره کېږي.

حقاني ویلي وو چې له دې وروسته غوښتنلیکونه او سفارشي اسنادونه نه مني او د پاسپورټ عمومي ریاست به یوازې هغو کسانو ته د پاسپورټ د وېش حکم ورکړي، په انلاین ډول یې فورم ډک کړی وي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د کابل د پاسپورټ ریاست د تېرې نومبر میاشتې پر ۱۵ نېټه هم د شاوخوا یوې میاشتې لپاره د تخنیکي ستونزو له امله د مراجعینو پر مخ تړل شوی و چې د تېرې یکشنبې پر ورځ د مراجعینو پر مخ بېرته پرانیستل شو.

د کابل د پاسپورټ ریاست مخته هره ورځ په زرګونه کسان د پاسپورټ اخیستلو لپاره ورځي چې له امله یې د مراجعینو کنټرول او نظم هم له توانه وتلی وي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام