د افغانستان د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت د پاسپورټ عمومي ریاست اعلان کړی چې د ګڼې ګوڼې او د خلکو د ستونزو د مخنیوي په خاطر له دې وروسته د پاسپورټونو د وېش لړۍ یوازې د انلاین فورمې له لارې ترسره کېږي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني نن شپه پر خپل ټویټر پاڼه کې د پاسپورټ ریاست د سرپرست عالم‌ګل حقاني له قوله لیکلي چې د دغه ریاست ویب‌پاڼه خلاصه ده او مراجعین کولای شي د پاسپورټ انلاین فورم د ویب‌سایټ له لارې ډکه کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

سمنګاني ټینګار کړی چې له دې وروسته غوښتنلیکونه او سفارشي اسنادونه نه مني او د پاسپورټ عمومي ریاست به یوازې هغو کسانو ته د پاسپورټ د وېش حکم ورکړي په انلاین ډول یې فورم ډک کړی وي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

ټاکل شوې دا بهیر سر له سبا پلي شي او له مراجعینو څخه غوښتل شوي چې د پالیسۍ سره سم چلند وکړي. تر دې مخکې د پاسپورټ عمومي ریاست د عریضو له مخې هم مراجعینو ته د پاسپورټ حکم ورکول چې دا کار پر دغه ریاست د ګڼې‌ګونې لامل شوی و.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام