د طالبانو له لوري د کابل له نیولو یوه اوونۍ تېرېږي چې لا هم په زرګونه افغانان له هېواد ه بهر د تلو په موخه کابل هوايي ډګر ته ورغلي او یوازې نن په دغه هوايي ډګر کې د ګڼې ګونې له امله ۷کسان مړه او یو‌شمېر ماشومان ورک شوي دي.

دغه کسان خپلې راتلونکې ته په اندېښنه کې دي او بهرنیو هېوادو ته د تلو لپاره د کابل نړیوال هوايي ډګر دروازو مخته راټول شوي دي.

له نامعلومې راتلونکې څخه د ژغورنې او ګڼې ګوڼې له امله تراوسه په کابل هوایي ډګر کې څو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ګڼ‌شمېر ماشومان ورک شوي چې دغه لړۍ لا هم روانه ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په همدې حال کې په زرګونه کسان د کابل هوایي ډګر دروازو ته څېرمه په سړکونو او لارو کې له افغانستانه د وتلو په لټه ناست دي چې ځینې یې لا بهرنیو هېوادو ته د تلو لپاره د معیاري سندونو له درلودلو پرته ورځې کېږي چې دغې سیمې کې دېره دي او تراوسه په دې نه دي بریالي شوي چې هوایي ډګر ته ننوځي.

دوی وایي چې ژوند یې په ګواښ کې دی او راتلونکي ته هېڅ هیله نه لري.

 له هېواده د بهر تلو لپاره په کابل هوايي ډګر کې تراوسه سلګونه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ګڼ‌شمېر هم ټپیان شوي دي. په تازه‌ګۍ سره د واشنګټن پوسټ ورځ‌پاڼې د راپور پر بنسټ، د بریټانیې پوځ خبر ورکړی چې د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر کې د ګڼې ګوڼې او بې نظمۍ له امله نن هم د طالبانو په هوايي ډزو کې ۷ کسان وژل شوي دي.



ښاریان وایي، له هوایي ډګر څخه د دوی د تنظیم او د اسناد لرونکو او بې اسنادو کسانو د بېلولو لپاره څوک نه شته او رامنځ ته شوی وضعیت هم له همدې امله دی.

له دې وړاندې هم داسې راپورونه خپاره شوي وو چې په کابل هوايي ډګر کې د ګڼې ګوڼې له امله یو‌شمېر کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.

د کابل د سقوط په لومړۍ ورځ، یو‌شمېر رسنیو په کابل هوايي ډګر کې د ۳کسانو او د امریکا پوځي الوتکې د الوتنې پر مهال د دوو کسانو د مړینې خبر ورکړی وو.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دغه وضعیت د طالبانو له لوري د پلازمېنې له نیولو سره هم‌مهاله او وروسته له هغې رامنځ ته شو چې یو‌شمېر بهرنیو هېوادونو د خپلو هېوادوالو او هغو افغانانو چې له بهرنیانو سره یې کار کړی وو، د اېستلو بهیر پیل کړ او پر شرایطو د برابرو کسانو لپاره یې د پناه غوښتنې اعلان وکړ.

له دې سره د هېواد د هوايي چلند ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له هېوادوالو غوښتي چې له پاسپورټ او ویزې پرته دې هوايي ډګر ته نه ځي او دغې سیمې کې دې د ګڼې ګوڼې له جوړولو ډډه وکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام