Asset 1SWN

کابل کې د موټرو د تم‌ځایونو له نشتوالي د خلکو شکایت

_methode_sundaytimes_prod_web_bin_4a3b8052-e48f-11eb-b253-d5dfe8b3d9fc

د کابل ښار اوسېدونکي په دغه ښار کې د موټر د تم‌ځاینونو له نشتوالي شکایت کوي او وايي چې دغه چاره ښار کې د ټرافیکي ګڼې ګوڼې لامل شوې ده.

د کابل اوسېدونکی رضا وايي چې ښار کې د منظمو تم‌ځایونو نشتون له امله اړ دی، هره ورځ څو ساعتونه د موټر لپاره انتظار وکړي. هغه زیاتوي چې په ښار کې د مناسبو تم‌ځایونو نشتون په دلیل ټرافیکي ګڼه ګوڼه هم ډېره شوې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړي وویل: «ښار کې د تم‌ځایونو نشتوالی، خلکو ته ډېرې ستونزې رامنځته کوي او موږ هره ورځ د موټر لپاره په ساعتونو ساعتونو انتظار کوو او د تم‌ځاینونو نشتوالی د ټرافیکي ننګونو لامل کېږي.»

 په همدې حال کې د کابل ښار یو‌شمېر موټر چلوونکي هم وايي چې د موټرو د تم‌ځایونو نشتون له امله خلک له ګڼو ستونزو مخ دي او په وینا یې، که په دې ګڼه ګوڼه کې امبولانس ایسار شي، ښايي ناروغ خپل ژوند له لاسه ورکړي.

دوی همداراز زیاتوي، که کابل ښار کې د موټرو تم‌ځایونه جوړ او منظم شي، ښار کې به ګڼه ګوڼه کمه، خلکو او موټر چلوونکو ته به اسانتیاوې رامنځته شي.

په ورته وخت کې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د ښاري نظم لپاره د یوې طرحې له جوړېدو خبر ورکوي. د یاد وزارت ویاند امام الدین احمدي سلام‌وطندار: «د ښاري نظم طرحه د کابینې له لوري تصویب شوې او ډېر ژر به پلې شي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د معلوماتو پر بنسټ په دې نوې جوړه شوې طرحه کې د مرکز لپاره ۸۹ لاري ښودل شوي چې پر یادو لارو تم‌ځایونه شته او کوم موټرونه چې پرې تګ‌راتګ کوي، ځانګړې سټېکرونه به هم ورکړل شي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام