د ښځینه‌وو پر کار بندیز؛ د څلورو سازمانونو د فعالیت درېدو سره ۱۱۴۴۱ کسان وزګاره شوي

د سلام‌وطندار د راټولو شویو شمېرو پر بنسټ، د ناروې د کډوالۍ شورا، د پاملرنې موسسې، د ژغورنې نړیوالې کمېټې او د «ام‌ام‌سي‌اراې» موسسې د فعالیت له ځنډېدو وروسته، هېواد کې د یادو بنسټونو شاوخوا ۱۱۴۴۱ کارکوونکي چې ۴۳۷۳ یې ښځینه دي، وزګاره شوي دي.

سعودي عربستان او امریکا پاکستان کې خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی

سعودي عربستان او امریکا پاکستان کې خپلو وګړو او ډېپلوماټانو ته دغه هېواد کې د ترهګریزو بریدونو د ډېروالي امله خبرداری ورکړی دی.

دغو هېوادونو په جلا جلا خبرپاڼو کې له خپلو وګړو غوښتنه کړې چې له غیرضروري سفرونو دې بهر ته له تلو ډډه وکړي.

کابل کې وسله‌والې غلاوې؛ ښاریان: غله په رڼا ورځ له خلکو پیسې او موبایل اخلي

د کابل ښار یو‌شمېر اوسېدونکي په دې وروستیو کې د وسله‌والو غلاوو له ډېروالي شکایت کوي. دوی وايي چې وسله‌وال غله په رڼا ورځ له خلکو د ټوپک او توپانچې په زور پیسې، موبایل او نور وسایل اخلي. د کابل یو اوسېدونکی رویا کوشا سلام‌وطندار ته وايي چې څو ورځې وړاندې وسله‌والو غلو ترې د ټوپک په زور پیسې او موبایل واخیستل.