Asset 1SWN

هېواد کې د وزګارتیا څپې؛ فاریاب کې د رواني ناروغانو شمېر زیات شوی

17149162_605

فواد چې دا یې مستعار نوم دی او شاوخوا ۲۴ کاله عمر لري، د فاریاب اصلي اوسېدونکی دی او تازه له پوهنتون څخه فارغ شوی دی.

نوموړی سلام‌وطندار ته وايي چې په ډېرو ستونزو یې د لېسانس دوره پای ته ورسوله، څو له فراغت وروسته په خپلو پښو ودرېږي، خو په وینا یې، د وزګارتیا او نامعلومې راتلونکې له امله له څه مودې راهیسې غوصه کوي او خيګان څخه ځورېږي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړي وویل: «د سړي په طبیعت کې معلوم دی چې کوم وضعیت کې دی. زه دوه کاله ښه وم او له دوو کلونو وروسته او اوس اوس له هر چا سره جنګ او جنجال کوم او له کور د باندې له ملګرو سره مې په کوچنۍ خبره نښلم او جنګ کوم.»

فواد چې د غوره ژوند په پرتله یې تریخ ژوند ډېر تجربه کړی وايي، دې ورځو کې وزګارتیا لامل شوې چې په رواني ناروغيو اخته شي.

نوموړي وویل: «ځوانانو زحمت اېستلی، درس یې ویلی، فراغ شوي او نن وزګاره دي. ډېری ځوانان د وزګارتیا له امله پر نشه‌يي توکو روږدي دي. چرس او داسې نوره نشه‌ کوي. لوستي ځوانان د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره پردیو هېوادونو کې مزدوري کوي.»

د فواد ورور ذبېح‌الله وايي، وروسته له هغې چې نوموړی پوهنتون څخه فارغ شوی، چلن کې یې توپیر راغلی او هر وخت یې په وړو خبرو نورو سره جنجال وي.

هغه وايي: «کله یې چې لوړې زده‌کړې کولې، ښه و، باور یې درلود چې دنده به پیدا کړي او خپل ژوند به جوړ کړي، خو له فراغت وروسته یې چلن بدل شو او بدل شوی. په رواني ناروغیو اخته شوی دی. حکومتي مسوولان د ځوانانو د روان وضعیت لامل شوي دي.»

تېر یوه کال کې د بې‌وزلۍ او وزګارتیا کچې لوړېدو په دلیل د فاریاب اوسېدونکو په ځانګړې توګه د ځوانانو ترمنځ د رواني ناروغیو کچه هم لوړه شوې او زیاتره وخت دغه ولایت څخه د ځان وژنې د پېښو رپوټونه ورکړل شوي.

د فاریاب د ولایتي روغتون مسوولان وايي، دغه روغتون ته زیاتره مراجعه کوونکي رواني ناروغان فقر څخه کړیږي.

د فاریاب روغتون کې د عقلي او عصبي برخې متخصص نقیب‌الله خطیبي سلام‌وطندار ته وايي، دې وروستیو کې د فاریاب اوسېدونکو ترمنځ د رواني ناروغیو کچه تر بل هر وخت زیاته شوې.

د هغه په وینا، تر نورو زیات له ۱۳ څخه تر ۳۵ کلونو پورې ښځې په رواني ناروغیو اخته شوي چې ځینو مواردو کې یې ان ځان وژنې کړي دي.

نوموړي وویل: «هره میاشت ولایتي روغتون ته له ۱۵ تر ۱۶۰۰ رواني ناروغان مراجعه کوي او شخصي معاینه‌خانو کې یې شمېر نه دی معلوم. په هر عمر کې رواني ناروغان شته په ځانګړې توګه له ۱۳ تر ۳۵ کلونو عمر ښځینه او نارینه‌‌وو کې ډېر دي.»

خطیبي وايي، فاریاب کې ګڼ‌شمېر په رواني ناروغیو اخته کسان خفګان او ستونزو څخه د خلاصون لپاره، زهرجنو درمل کاروي او د ځان وژنې اقدام کوي.

د روغتیايي مسوولانو په وینا، فاریاب کې د رواني ناروغانو شمېر زیاتېدو ته په پام، اړتیا ده چې ولایتي روغتون کې د هغوی وضعیت ته د رسېدو لپاره یوه بېله څانګه رامنځ ته شي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په ورته وخت کې د فاریاب د عامې روغتیا رییس عجب‌ګل حمیدي رسنیو ته ویلي، ولایتي روغتون د تشکیلانو له کمښت سره مخ دی او داسې حال کې چې د سل بستر لپاره امکانات لري، خو د ۳ سوه بستر لپاره خدمات وړاندې کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام