Asset 1SWN

کابل کې وسله‌والې غلاوې؛ ښاریان: غله په رڼا ورځ له خلکو پیسې او موبایل اخلي

Security_37

د کابل ښار یو‌شمېر اوسېدونکي په دې وروستیو کې د وسله‌والو غلاوو له ډېروالي شکایت کوي. دوی وايي چې وسله‌وال غله په رڼا ورځ له خلکو د ټوپک او توپانچې په زور پیسې، موبایل او نور وسایل اخلي.

د کابل یو اوسېدونکی رویا کوشا سلام‌وطندار ته وايي چې څو ورځې وړاندې وسله‌والو غلو ترې د ټوپک په زور پیسې او موبایل واخیستل او له سیمې وتښتېدل.

نوموړی زیاتوي، په داسې حال کې چې کوڅه کې ډېرو خلکو تګ‌راتګ کاوه، خو د غلو د وېرې له امله هېچا هم ورته غږ ونه کړ.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په ورته مهال د کابل د خیرخانې سیمې اوسېدونکی کامل عصمتي بیا وايي: «د شپې له‌خوا کور ته روان وم، د خیرخانې د ۳۱۵ سیمه کې له وسله‌والو غلو سره مخ شوم، څو ځله یې په چړو ووهلم، پیسې یې راڅخه واخیستې او وتښتېدل.»

دا یوازې کوشا او عصمتي نه دي چې د وسله‌والو غلو له لوري لوټل شوي او وهل ډبول شوي، بلکې هره ورځ د کابل د بېلابېلو سیمو پر سړکونو او کوڅو کې خلک له داسې غلو سره مخ کېږي چې د څو افغانیو او موبایل لپاره خلک وژني.

په ورته مهال د کابل ښار اوسېدونکي د اندېښنې په څرګندونو سره وايي چې وسله‌وال غله پرته له ستونزې د ښار په بېلابېلو سیمو کې پر موټرسایکلونو تګ راتګ کوي.

د کابل ښار اوسېدونکی جمشید چې په دې وروستیو ورځو کې له غلو سره مخ شوی وایي: «د شپې چې کله له دفتر څخه کور ته تلم، د دشت‌برچي په یوې کوڅه کې له دوو غلو سره مخ شوم چې ټوپک ورسره وو، دوی راته وویل، هر څه چې لرې موږ ته یې راکړه.»

بل‌خوا د کورنیو چارو وزارت وايي چې هره ورځ په پلازمېنه کابل کې د امنیتي ځواکونو له لوري د جنايي جرمونو په تور لسګونه کسان نیول کېږي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند بسم‌الله حبیب وايي: «هره ورځ لسګونه کسان د ښار له بېلابېلو سیمو د وسله‌والو غلاوو په تور نیول کېږي او عدلي بنسټونو ته سپارل کېږي. موږ له خلکو غواړو چې له کورنیو چارو وزارت سره همکاري وکړي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

کابل ښار کې وسله‌والې غلاوې له څو کلونو راهیسې په یوې جدي ننګونې بدله شوې او دغه ښار کې به لږ داسې کسان وي چې له وسله‌والو غلو سره نه وي مخ شوي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام