که څه هم امنیتي ادارې هېواد کې د سل سلنه امنیت ټینګښت ډاډ ورکوي، خو کابل ښاریان د وسله‌والو غلاوو د زیاتېدو په اړه شکایت کوي.

یوشمېر هغو کسانو چې وسله‌والو غلو لوټلي، سلام‌وطندار ته ویلي، داسې ورځ نشته چې وسله‌‌وال غله دې په کابل ښار کې څو کسان ونه لوټي.

مجیب‌الرحمان د کابل ښار هغه اوسېدونکی دی چې ناپېژنده کسانو څو ورځې وړاندې ترې د وسلې په زور ټیلیفون او پیسې اخیستې دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د کابل ښار یوه اوسېدونکې ثنا خموش چې غلو یې تازه ورور او د هغه ملګری لوټلي، وايي: «ورور مې د ورځې ناوخته غوښتل چې خپل ملګري سره د چهارکلا وزیراباد ته ولاړ شي، خو غلو په لاره کې ګیر کړي، چاکوان یې پرې اېستلي او له دواړو یې ټيلیفونونه اخیستي دي.»

په همدې حال کې د کابل امنیه قومانداني که څه هم وايي چې د تېر په پرتله ښار کې وسله‌والې غلاوې کمې شوي، خو زیاتوي چې د مخنیوي لپاره یې هڅې روانې دي.

د کابل د امنیې قومانداني ویاند خالد ځدران سلام‌وطندار ته ویلي چې د تېرو کلونو په پرتله ښار کې د وسله‌والو غلاوو شمېر را کم شوی دی.

هغه وايي: «مخکې به یوه ورځ کې له ۱۵ ډېر موټر پټېدل، خو اوس ان یوه اوونۍ کې هم دومره غلاوې نه کېږي. بیا هم هڅه کوو چې د خلکو په مرسته دا ستونزې حل کړو.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

وسله‌والې غلاوې له کلونو راهیسې په کابل ښار کې یوه مهمه امنیتي ستونزه او ننګونه ګڼل کېږي چې تل یې خلک شکولي، وژلي، ټپیان کړي او یا هم ځورولي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام