په دشت‌برچي کې پر نشه‌يي توکو د روږدو کسانو د زیاتوالي په اړه شکایتونه

د کابل ښار د دشت‌برچي سیمې د فروشګاه تم‌ځای یوشمېر اوسېدونکي شکایت کوي چې په دې سیمه کې پر نشه‌يي توکو اخته کسان ډېر شوي دي. دوی سلام‌وطندار ته ویلي چې روږدي کسان دغلته تر مروارید پله لاندې را ټولېږي او د سیمې اوسېدونکي یې له غلاوو او ځورونو تر پوزې راغلي دي.

د تېرې یوې میاشتې پر مهال جنايي پېښو کې ۴۲ کسان وژل شوي

په رسنیو کې د خپرو شویو راپورونو پر بنسټ، د وروستۍ یوې میاشتې پر مهال په ټول هېواد کې ۳۱ جنايي پېښې شوي چې اته یې د تېرې میاشتې په لومړۍ نیمايي او ۲۳ یې په دویمه نیمايي کې ثبت شوي دي.

ورورستۍ ۲۳ پېښې د سلواغې له ۲۴مې د کب تر اوومې رامنځته شوي چې دوه برابره لوړوالی ښيي.

غزني کې د جنايي پېښو ډېروالی؛ خلک: اسلامي امارت دې امنیت ټينګ کړي

د غزني اوسېدونکي دغه ولایت کې د جنايي پېښو له زیاتېدو شکایت کوي او اسلامي امارت څخه د امنیت د ټینګښت غوښتنه کوي.

بریالی چې د غزني اوسېدونکی دی، سلام‌وطندار ته وايي چې نږدې یوه میاشت مخکې وسله‌والو غلو یې زوی وژلی دی. نوموړی زیاتوي چې غلو یې د زوی جسد د غزني ښار څخه لرې یوې سیمه کې غورځولی و.

کابل کې د وسله‌والو غلاوو زیاتوالی؛ «داسې ورځ نشته چې غله دې خلک ونه لوټي»

که څه هم امنیتي ادارې هېواد کې د سل سلنه امنیت ټینګښت ډاډ ورکوي، خو کابل ښاریان د وسله‌والو غلاوو د زیاتېدو په اړه شکایت کوي.
یوشمېر هغو کسانو چې وسله‌والو غلو لوټلي، سلام‌وطندار ته ویلي، داسې ورځ نشته چې وسله‌‌وال غله دې په کابل ښار کې څو کسان ونه لوټي.