Asset 1SWN

د تېرې یوې میاشتې پر مهال جنايي پېښو کې ۴۲ کسان وژل شوي

پشتو

په رسنیو کې د خپرو شویو راپورونو پر بنسټ، د وروستۍ یوې میاشتې پر مهال په ټول هېواد کې ۳۱ جنايي پېښې شوي چې اته یې د تېرې میاشتې په لومړۍ نیمايي او ۲۳ یې په دویمه نیمايي کې ثبت شوي دي.

ورورستۍ ۲۳ پېښې د سلواغې له ۲۴مې د کب تر اوومې رامنځته شوي چې دوه برابره لوړوالی ښيي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د دغو پېښو پایلو کې چې د روان کال د سلواغې له اتمې د کب تر اوومې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې شوي، له امله یې ۴۲ کسان وژل شوي دي.

خوست هغه ولایت دی چې د وروستۍ یوې میاشتې پر مهال د نورو ولایتونو په پرتله په‌‌کې ډېرې جنايي پېښې ثبت شوي دي. د سلواغې په ۲۴مه درې کسان په یوې جنايي پېښه او د کب په درېیمه هم څلور نور کسان په څلورو جنايي پېښو کې وژل شوي دي. د څلورو پېښو لامل قومي شخړې او یوه پېښه هم د کورني تاوتریخوالي له امله رامنځته شوې ده.

پروان بیا د تېرې یوې میاشتې پر مهال د څلورو پېښو شاهد وو او د جنايي پېښو له پلوه دویم ځای کې دی. د سلواغې په ۱۸مه او د کب په شپږمه ناپېژنده وسله‌والو دغه ولایت کې دوه کسان ووژل او د سلواغې په ۲۴مه د قلندرخان په نوم یوه کس خپله خور ووژله او څلورمه پېښه کې چې د روان کال د کب په شپږمه رامنځته شوې د شیرین‌اغا په نوم کس د تبر په وسیله وژل شوی دی.

پروان کې د جنايي پېښو د یوه قرباني کس ورور عبدالواحد وايي: «که د دغو پېښو عاملان ونه نیول شي، دا حکومت له پخواني سره څه توپیر لري؟ موږ بې‌وزله یوو او باغ ته ځو، نن یې دا وواژه، سبا بل وژني. که له دې پېښو مخنیوی ونه شي، دوام به وکړي.»

همداراز د تېرې یوې میاشتې پر مهال کاپیسا کې هم دوه جنايي پېښې رسنیزې شوي چې د سلواغې په نهمه او د کب په څلورمه رامنځته شوي چې له امله یې دوه کسان وژل شوي دي.

د یوه قرباني ورور محمدصابر وايي: «دوه مرمۍ په سر او یوه مرمۍ په سینه ویشتلی و او وژلی یې و. موږ بې‌چاره یوو. له حکومت غواړو چې قاتلان یې ونیسي.»

د کاپیسا ترڅنګ غزني، فاریاب، بامیان، لوګر او بلخ بیا هغه ولایتونه دي چې د تېرې یوې میاشتې پر مهال په‌کې دوه جنايي پېښې شوي چې له امله یې ۱۷ کسان وژل شوي دي.

همداراز کابل، جوزجان، ننګرهار، سرپل، کندهار، پکتیا او سمنګانو کې شوې جنايي پېښې هم دې راپور کې خپرې شوې دي.

د تېرې یوې میاشتې د جنايي پېښو ډېری عاملان ناپېژنده وسله‌وال او د یو‌شمېر نورو پېښو لاملونه بیا غلاوې، قومي شخړې او کورني تاوتریخوالي دي.

په ورته مهال د وروستۍ یوې اوونۍ پر مهال د جنايي پېښو ډېروالي هېواد‌وال اندېښمن کړي دي.

خالد ناصري چې په دې وروستیو ورځو کې کابل کې له وسله‌والو غلو سره مخ شوی وايي: «د تېرې چهارشنبې پر ورځ د لسمې حوزې اړوند بي‌بي‌ رقیه کوڅه کې د نانوايي پر لور روان وم، دوو موټرسایکل سورو زه ودرولم، موبایل او پیسې یې راڅخه واخیستې او وې ګواښلم، که مې څه وکړل وبه مې وژني.»

په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت مسوولان په وروستیو اوونیو کې د رامنځته شویو جنايي پېښو د تایید او رد په اړه څه نه وايي، خو زیاتوي چې په دې اړه ډېر شکایتونه ترلاسه کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال بسم‌الله حبیب وویل: «د تېرې یوې میاشتې پر مهال له ۱۰۰ ډېر کسان د کابل له بېلابېلو سیمو د قتل، وسله‌والو غلاوو، له کورو د غلا او نورو جرمونو په تور نیول شوي دي.»

بل‌خوا د امنیتي چارو کارپوهان بې‌وزلۍ او له جنايي پېښو سره د مبارزې تګ‌لارو کې ستونزې له هغو لاملونو یادوي چې له امله یې جنايي پېښې رامنځته کېږي.

د امنیتي چارو کارپوه صادق شینواري وویل: «د دغو پېښو عاملان دا دي چې تر شاه یې د بې‌وزلۍ او همداراز له جنايي جرمونو سره په سمه او مسلکي توګه نه مبارزه او نور مسایل دي چې همدا ټول لامل کېږي، ورځ تر بلې جنايي جرمونه او وژنې زیاتې شي.»

بل‌خوا د جنايي پېښو د قربانیانو کورنۍ د دوی دوسیو ته پر وخت د نه رسېدنې له کبله شکایت کوي. د کابل اوسېدونکې سهیلا سلطاني وايي چې د ورور د وژنې او د شتمنیو له غلا کېدو څخه یې څلور میاشتې تېرېږي، خو تراوسه یې چا پوښتنه نه ده کړې.

نوموړې وویل: «نږدې څلور میاشتې کېږي چې دغه پېښه شوې. چا مو قضیه نه ده څارلې او مرسته او همکاري یې راسره نه ده کړې.»

له دې سره هم‌مهاله د افغانستان سترې محکمې مسوولان وايي چې وروستیو درېوو میاشتو کې د غلا ۸۰ قضیې او نږدې ۲۰۰۰ د قتل قضیې د هېواد په ټولو محکمو کې ثبت شوي دي.

د سترې محکمې ویاند عنایت‌الله سلام‌وطندار ته وویل: «تېرو درېوو میاشتو کې د غلا ۸۰ قضیې د هېواد په محکمو کې ثبت شوي چې له ډلې یې ۵۹ قضیو ته رسېدنه شوې او په ۲۱ نورو یې کار روان دی. همداراز دې موده کې ۱۹۸۳ قضیې د قتل ثبت شوي چې نیمو ته یې رسېدنه شوې ده.»

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې اسلامي امارت د جنايي پېښو د مخنیوي په موخه په یو‌شمېر ولایتونو کې پر مجرمینو په وار وار د حد او قصاص حکم جاري کړی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام