په وروستیو اوونیو او له هغې راهیسې چې طالبانو پر افغانستان ولکه ټینګه کړې، په کابل او ګڼشمېر ولایتونو کې جنايي پیښې رامنځته شوې چې د اړوند چارواکو له لوري ورته رسېدنه نه ده شوې.
په دې پیښو کې یوشمېر خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ځینې يې ټپیان شوي دي. د یادو قربانیانو د کورنۍ غړي وايي، تر اوسه د یادو پېښو عاملان نه دي پېژندل شوي او د هغو د نیولو لپاره کوم اقدام هم نه دی شوی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغوی وايي، د دې پېښو د عاملینو د نیولو او څېړني په موخه يې اسلامي امارت ته مراجعه کړې، خو تر اوسه يې ځواب نه دی تر لاسه کړی.
عبدالخالق هغه کس دی چې تېره اوونۍ يې مېرمن د کابل په دشت برچي سیمه کې د وسلهوالې نښتې پرمهال د مرمۍ لګېدو له امله وژل شوې، وايي چې تر اوسه يې د یادې پېښې اړوند شکایت نه دی اورېدل شوی.
عبدالرووف چې شاوخوا یو کال وړاندې بلخ ولایت کې د ناپېژانده وسلهوالو لهخوا وتښتول شو، تراوسه یې د برخلیک په اړه مالومات نهشته.
- د بغلان پر مخکینیو مسوولانو د طالبانو له لوري د تاریخي اثارو د قاچاق تور
- لوګر کې د هدفي وژنو او وسلهوالو غلاوو ډېروالی
- خلیلزاد: د غني تېښتې په سولهییزه توګه د واک د لېږد چارې ګډې وډې کړې
د هغه پلار محمد نبي وايي، د خپل زوی پیدا کولو لپاره یې طالبانو ته مراجعه کړې، خو اسلامي امارت هم تراوسه نه دی بریالی شوی چې د نوموړي د زوی په اړه معلومات ترلاسه کړي.
خو د اسلامي امارت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال او ویاند ذبیحالله مجاهد د یوې خبري غونډې پرمهال له څو پېښو څخه د مخنیوي لپاره د هڅو خبر ورکوي او ټینګار کوي چې امنیتي بنسټونه د هېوادوالو د امنیت خوندیتوب لپاره کار کوي.
هغه وویل: «لومړی خو د کېدونکو جنایتونو او تښتونو که کابل کې وي او یا نورو ولایتونو کې مخه نیول کیږي، د افغانستان اسلامي امارت امنیتي بنسټونه موظف کړي، چې زمونږ او د هېوادوالو او امنیت ونیسي.»
د اسلامي امارت مسوولانو له دې وړاندې ویلي وو چې د ملکیانو پر وړاندې د تاوتریخوالي او د برید پېښو څېړي او په دې برخه کې د خلکو شکایتونو ته رسېدنه کوي.