د هر هېواد تاریخ اثار د هغه د فرهنګ ښکارندويي کوي او بغلان هم د افغانستان یو فرهنګي ولایت یادېږي، خو طالبان بهر ته د دغه ولایت د ډېرو تاریخي اثارو د قاچاق خبر ورکوي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي مصطفی هاشمي وايي، داسې سندونه لري چې د دغه ولایت مخکینیو مسوولانو د تاریخي اثارو په قاچاق کې لاس درلود. هغه وايي، ډېری اثار د دغه ټیم په ملاتړ د بهرنیو له لوري کیندل شوي او بیا له هېواده بهر وړل شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وینا، هڅه کوي چې ډېری تاریخي اثار او ځایونه وساتي او ځینې هغه یې هم بېرته ورغوي.

په همدې حال کې د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ مخکیني رییس زکریا ناصري دغه ادعا ردوي او وايي، که طالبان په دې اړه سندونه لري، خلکو ته دې وښيي او جعل‌کاران دې د قانون له مخې ونیول شي.

هغه د تاریخي اثارو قاچاق نه ردوي او وايي چې په تېر حکومت کې د قاچاقیانو پر وړاندې مبارزه هم شوې ده.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

بغلان ۲۶ تاریخي اثار او ځایونه لري. دغه ځایونه په مرکزي بغلان او دهنه‌غوري ولسوالیو او د پلخمري ښار په ځینو برخو کې دي. د شمرق، سرخ کوتل او امام‌قتیبه هغه تاریخي اثار دي چې له ۱۳۸۰ کار راهیسې کشف شوي او ټاکل شوې وه روان کال له یونسکو سره هم ثبت شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام