Asset 1SWN

میدان وردګ کې ټرافيکي پېښې درې کسان مړه کړي

۲

د میدان وردګ ولایت چارواکي وايي، د کابل-کندهار پر لویې لارې د دغه ولایت د مرکز میدان‌ښار اړوند په «کوتل» سیمه کې د یوه ۴۰۴ ډوله موټر او سراچې ترمنځ ټکر شوی او له کبله یې درې کسان مړه شوي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د میدان وردګ ولایت د عامې روغتیا رییس ډاکټر زرک ځیرک سلام‌وطندار راډیو ته وویل چې پېښه پرون مازدیګر مهال شوې ده. د نوموړي په وینا، یاده ټرافیکي پېښه د موټرچلوونکو د بې‌غورۍ او بې‌احتیاطۍ له کبله شوې ده.

د میدان وردګ ولایت د ټرافیکو ادارې د معلوماتو پر بنسټ، په تېرو لسو میاشتو کې د کابل‌-‌غزني پر لویې لارې له سلو ډېرې ټرافیکي پېښې شوي او له امله یې لسګونو کسانو ته مرګ‌ژوبله هم اوښتې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام