میدان وردګ کې ټرافيکي پېښې درې کسان مړه کړي

د میدان وردګ ولایت چارواکي وايي، د کابل-کندهار پر لویې لارې د دغه ولایت د مرکز میدان‌ښار اړوند په «کوتل» سیمه کې د یوه ۴۰۴ ډوله موټر او سراچې ترمنځ ټکر شوی او له کبله یې درې کسان مړه شوي دي. د میدان وردګ ولایت د عامې روغتیا رییس ډاکټر زرک ځیرک سلام‌وطندار ته ویلي چې پېښه پرون مازدیګر مهال د موټرچلوونکو د بې‌غورۍ او بې‌احتیاطۍ له کبله شوې ده.

جګړې په میدان وردګ کې ۱۲۰۰ کورنۍ بې‌ځایه کړي

د میدان وردګ ولایت اوسېدونکي او د ولایتي شورا غړي وایي، د دغه ولایت په جلرېز ولسوالي او مرکز میدان ښار کې د وسله‌والو طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ د سختو نښتو له کبله شاوخوا ۱۲۰۰ کورنۍ بې‌ځایه شوې دي. د میدان وردګ ولایت د ولایتي شورا غړي شریف‌الله هوتک سلام‌وطندار ته ویلي چې د دغه ولایت د مرکز ميدانښار له کوټه‌عاشرو، چهارکلا، شهيدانو، بُسراق، چاريکه او جلرېز ولسوالي نه شاوخوا ١٢٠٠ کورنیو د چاڼیزو عملیاتو او نښتو له امله خپلې مېنې پرېښې او ميدانښار یا کابل ته کډه شوې دي.