د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولان وايي، سږکال په هېواد کې د وچکالۍ او نورو لاملونو له کبله د غنمو تولیدات کم وو او افغانستان ۶۰سلنه وارداتي غنمو او اوړو ته اړتیا لري.
د یادې خونې غړی خانجان الکوزی سلاموطندار ته وايي، افغانستان هرکال شاوخوا ۷ میلیونه مټریک ټنه غنمو او اوړو ته اړتیا لري چې سږکال هېواد کې د غنمو تولیداتو ته په پام، دغه اړتیا نوره هم ډېره شوې ده.
الکوزی زیاتوي چې سږکال هېواد کې غنمو او اوړو ته اړتیا ډېره ده او باید له بهرنیو هېوادونو څخه افغانستان ته راوارد شي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړی همداراز وايي، هر کال افغانستان د خپلې اړتیا ۹۰سلنه وارداتي اوړه او غنم له روسیې، قزاقیستان او ازبکستان څخه هېواد ته راواردوي، خو سږکال روسيې هم ویلي، قزاقیستان او نورو هېوادونو ته اجازه نه ورکوي چې غنم صادر کړي.
د الکوزي په وینا، په دې اړه يې د حکومتي چارواکو سره هم لیدلي او خپلې اندېښنې یې ورسره شریکې کړې دي.
هغه وویل: «سږ کال او تېر کال وچکالي وه. ویل کېږی چې یو میلیون ټنه غنم کم تولید شوي. له دې معلومېږي چې مونږ باید ۶۰ سلنه غنم او اوړه له بهره راوارد کړو. د اوکراین د جګړې له امله چې کومې اندېښنې راپيدا شوي، موږ او نور سوداګر یې هم اندېښمن کړي یو او نړۍ هم ورځ تر بلې خپلې زېرمې ډکوي.»
په همدې حال کي د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند مصباحالدین مستعین وایي، په کور دننه د غنمو تولیدات د اړتیا وړ غنمو ۵۰سلنه پوره کوي او پاتې نور د اړتیا وړ غنم، له هېوادونو راواردېږي.
مستعین زیاتوي، یاد وزارت د اسلامي امارت ریاستالوزرا ته وړاندیز کړ چې دغه وزارت ته بودیجه ورکړي، څو په هېواد کې دننه له کروندګرو څخه غنم وپېري چې په دې سره به بهر ته د تولید شویو غنمو د قاچاق مخه ونیول شي.
د هغه به وینا، د اړتیا په صورت کې به حکومت بازار ته غنم وړاندې کوي. نوموړي له مرستندویه موسسو د لا ډېرو مرستو غوښتنه وکړه او له هېوادوالو یې هم وغوښتل چې د هېواد تولید شوي غنم دې نورو هېوادونو ته نه قاچاقوي.
بلخوا د ملګروملتونو سرمنشي په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي چې د اوکراین د جګړې له پیلېدو سره په ټوله نړۍ کې د خوراکي توکو بیې ۳۰ لوړې شوې دي.
د کرنې برخې متخصص سید منتظرشاه وايي چې سږکال په افغانستان کې وچکالۍ، د اوکراین جکړې او په کرنې وزارت کې د پلان نهشتون، هغه لاملونه دي چې د غنمو د وارداتو اړتیا یې ډېره کړې ده.
نوموړی زیاتوي په یاده برخه کې د حکومت د اقدام ترڅنګ باید خصوصي سکټور ته هم بلنه ورکړل شي، څو رامنځته شوې ستونزه تر یوه برېده حل کړي.
نوموړي وویل: «ښه خبره دا ده چې پر دې ژر اقدام وشي او ژر تر ژره د دې ستونزې مخنیوی وشي. که داسې ونهشي، افغانستان کې د جګړې له امله د کډوالۍ ترڅنګ، بېوزلۍ هغه ناورین دی چې هېڅ څوک یې مخه نشي نیولی او ملت به له سترې ستونزې سره مخ کړي.»
په افغانستان کې د غنمو د کموالي ستونزې سره هممهاله د مالیې وزارت امر کړی چې له افغانستان څخه دې نورو هېوادونو ته د غنمو صادرات بند شي او ټولو ګمرکونو ته يې ویلي، په جدي توګه بهر ته د غنمو د لېږد مخه ونیسي.