د کابل ښار د دولتي ښوونځیو یوشمېر زده‌کوونکي شکایت کوي چې د ښوونکو د کمښت له امله یې درسي بهیر ټکنی شوی دی.

کابل کې د یوه ښوونځي د نهم ټولګي زده‌کوونکی احسان سلام‌وطندار ته وايي چې ښوونځی یې د ښوونکو له کمښت سره مخ دی او یو ښوونکی ورته څو مضمونونو تدریسوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه دلته وڅارئ

نوموړی زیاتوي چې د شپږو درسي ساعتونو لپاره یې درې ښوونکي ټولګي ته حاضرېږي او پاتې ساعتونه تش وي.

په ورته مهال ځینې نور زده‌کوونکي هم وايي، دولتي ښوونځیو کې د ښوونکو کمښت هغوی له جدي ستونزو سره مخ کړي دي. د دوی په وینا، له درسونو یې زړه‌تور شوی دی.

زده‌کوونکي اسلامي امارت څخه غواړي چې د دولتي ښوونځیو د ښوونکو د کمښت ستونزې د حل لپاره هڅې وکړي.

له دې سره د پوهنې وزارت ویاند عزیزاحمد ریان سلام‌وطندار سره خبرو کې دولتي ښوونځیو کې د ښوونکو کمښت تاییدوي او وايي، د پوهنې وزارت د دغې ستونزې د حل لپاره یو پلاوی ګومارلی دی. هغه وویل، د ازادې سیالۍ له لارې د ښوونکو د ګومارنې بهیر هم پیل شوې دی.

د معیاري ودانیو نه‌شتون، د درسي کتابونو نه‌شتون او د مسلکي ښوونکو کمښت تل د زده‌کوونکو پر وړاندې له اساسي ستونزو څخه شېرل کیږي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د یادونې ده چې تر دې مخکې د رییس‌الوزرا دویم مرستیال عبدالسلام حنفي د یوې غونډې پرمهال دولتي ښوونځیو ته د ۲۰ زره ښوونکو ګومارنې څخه خبر ورکړی و.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام