په تازهګۍ سره د پوهنې وزارت اعلان کړی چې لږ تر لږه د ۴۸۰۰۰ ښوونکو له کمښت سره مخ دی او د یادې تشې د ډکولو لپاره هڅې روانې دي.
دغه وزارت ویلي چې اوس په ټول هېواد کې د پوهنې وزارت تشکیلات څه باندې ۲۷۴زره بستونو ته رسېږي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په همدې حال کې د اسلامي امارت سرپرست حکومت ویلي چې د روان مالي کال په بودیجه کې د پوهنې وزارت اړوند ۱۶زره نوي بستونه اعلان ته سپارلي دي.
دا په داسې مهال ده چې پوهنې وزارت د خالي بستونو د اعلان پر دوام نن د هېواد په ۲۰ ولایتونو کې څه باندې ۷۰۰۰ بستونه ازادې سیالۍ ته وړاندې کړل.
په ورته مهال د پوهنې وزارت د ګومارنې رییس بسمالله نعماني ویلي چې په نویو اعلان شویو بستونو کې ۲۰۸۳ بستونه یې ښځو ته ځانګړې شوې دي.
واک ته د اسلامي امارت په رسېدو سره دا درېیم ځل دی چې په هېواد کې د ښوونکو تش بستونه اعلان ته سپارل کېږي.