د ټایمز مجلې د طالبانو د رییس الوزرا لومړی مرستیال ملا عبدالغني برادر د ۲۰۲۱ کال د نړۍ د سلو اغېز لرونکو څېرو په نوملړ کې شامل کړی دی.

په هغه مطلب کې چې د ملا عبدالغني برادر د پېژندنې په اړه خپور شوی، پکې لیکل شوي چې: «ملا عبدالغني برادر د طالبانو په ډله کې په ۱۹۹۴ کال کې د دغه تحریک له بنسټ اېښودونکو څخه شمېرل کېږي. یو اغېزمن پوځي مشر او د احترام وړ شخصیت دی.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دغه مطلب پراساس، د طالبانو بریا د ملا برادر د هوکړې د شرایطو له امله وه. ویل کېږي چې د طالبانو ټولې مهمې پرېکړې د هغه له لوري نیول کېږي؛ له هغې ډلې د مخکیني حکومت غړو ته عمومي بښنه، کابل ته د طالبانو د ننوتلو پرمهال د وینې تویېدنې مخنیوی او له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه چین او پاکستان سره د طالبانو اړیکې او لیده کاته.

ټایمز مجلې همداراز نوموړی ارامه او داسې کس یاد کړی چې د خلکو له سترګو لرې په کمه بیانیې ورکوي او لږ خبرې کوي چې د طالبانو ترمنځ د معتدل بهیر استازي په توګه ګڼل کېږي؛ هغه بهیر چې د لوېديځ ملاتړ د راجلبولو لپاره د پام وړ ګرځي او اړینو مالي مرستو ته اړتیا لري.

ټایمز د دغه مطلب په پای کې دا پوښتنه وړاندې کړې، هغه کس چې امریکا له افغانستان څخه بهر کړه، ایا کولای شي خپله ډله تر خپلې اغېزې لاندې راولي؟

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دغه مطلب د پاکستاني خبریال احمد رشید په لیکنه او د طالبانو د  لیکوونکي له لوري لیکل شوی دی.

د ملا برادر ترڅنګ د امریکا مخکینی ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د جو بایډن مرستیاله کاملا هریس، د هند لومړی وزیر نرنډرا مودي او په افغانستان کې د ښځو د حقونو فعاله محبوبه سراج هم په دغه نوملړ کې لیدل کېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام