د پوهنې وزارت سرپرست نورالله منیر نن روزګان کې د یوې غونډې پرمهال ویلي چې اوسنیو شرایطو ته په پام خلک نه غواړي چې خپلې ۱۶کلنې لوڼې ښوونځيو ته واستوي.
نوموړي زیاته کړه چې هڅه کوي ډېر ژر د نجونو لپاره شرایط برابر کړي، څو وکولای شي په خوندي چاپېریال کې خپلې زدهکړې وکړي.
د پوهنې وزارت سرپرست همداراز زیاته کړې چې دوی ته د خلکو فرهنګ معلوم دی او داسې څه نه کي کوي چې د خلکو د فرهنګ په خلاف وي. نوموړي په وینا، د تېرو شلو کلونو پرمهال تعلیمي نصاب د افغانستان له اساساتو او فرهنګ سره برابر نه و او اسلامي برخه پهکې کمزورې وه.
په ورته مهال د پوهنې وزارت سرپرست نورالله منیر وویل، هغه ښوونکي چې په لږ معاش دندې مخې ته نهشي وړی، کولای چې خپلې دندې پرېږدي. نوموړي زیاته کړه چې د ښوونکي دنده ستړیا لري او هغه ښوونکي چې نهشي کولای خپلې دندې پرمخ یوسي، پرې دې ږدي.
د سلاموطندار ټوېټرپاڼه هم وڅارئ
نورالله منیر زیاته کړه چې دا مهال په ټول افغانستان کې شاوخوا ۲۰۰۰۰ ښوونځي دي چې ۱۰۰۰۰ یې فعال دي او نیم یې ودانۍ نهلري.