د اسلامي امارت مخکیني چارواکي او د خلاصون لارې عالي شورا رییس سید اکبراغا سلام‌وطندار ته ویلي چې له شپږم ټولکي پورته د نجونو ښوونځیو بیا پرانستلو په اړه د جوړې شوې اته کسیزې کمېټې کار بشپړ شوی او د اسلامي امارت مشر ملا هبت‌الله اخند‌زاده ته یې خپل وړاندیزونه استولي دي.

نوموړي وویل، په دې اړه یوه لایحه هم جوړه شوې او په‌کې راغلي چې زده‌کړې باید د اسلامي نظام پربنسټ او د نجونو ښوونکي باید ښځینه او په اسلامي حجاب کې وي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وویل: «زه معلومات لرم، خبر یم چې څه موده وړاندې دوی دا موضوع لېږلې شیخ صاحب ته چې پرې خپل نظر ورکړي او دلته د نجونو تعلیم شروع شي. دې ته یې یوه لایحه او چوکاټ هم جوړ کړی او د لایحې مطابق به کېږی.»

افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو تړلي پاتې کېدو په اړه په کوردننه او نړیواله کچه غبرګونونه ډېر شوي دي.

تازه د ملګروملتونو د امنیت شورا غونډه کې د هند استازي، د ملګروملتونو د بشري حقونو رییسې، پخواني ولسمشر حامد کرزي او ځینو نورو چارواکو افغانستان کې د بشري حقونو او نجونو د ښوونځیو پر نه‌پیلېدو نیوکه کړې او ویلي یې دي، نجونو ته دې د زده‌کړو اجازه ورکړل شي.

یوشمېر افغانان، سیاستوال او کارپوهان هم د اندېښنې په څرګندولو سره له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو د بیاپرانستلو غوښتنه کوي.

د چارو شنونکی او سیاستوال حمیدالله هوتک نیوکه کوي چې د ښوونځیو د بیا پیلولو په برخه کې د اسلامي امارت د ملاحظاتو مسله لاهم ګونګه ده. د نوموړي په وینا، اسلامي امارت تېرو شاوخوا لسو میاشتو کې هر ډول طرحه وروستۍ کولای شوه.

د چارو یو بل شنونکی نورشاه نوراني هم ورته نظر لري او وايي چې د ښوونځیو تړلي پاتې کېدو مسلې اسلامي امارت له سختو کورنیو او بهرنیو نیوکو سره مخ کړی دی.

د هغه په خبره، اړتیا ده چې د اسلامي امارت مسوولان د افغانانو او نړیوالو غوښتنې ته درناوی وکړي، څو نجونې زده‌کوونکې زده‌کړو ته دوام ورکړي.

په همدې حال کې د نجونو د ښوونځیو بیا پرانستلو طرحې وروستي کېدو په اړه څرګندونې داسې مهال دي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو له تړلي پاتې کېدو ۱۰ میاشتې پوره کېږي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د موضوع په تړاو د پوهنې وزارت او د حکومت د مسوولانو د نظر په ترلاسه کولو بریالي نه‌شو.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام