له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو تړل پاتېدو په دوام، د ښوونې او روزنې برخې یوشمېر کارپوهان وايي چې د دغه وضعیت دوام به ناوړه منفي يایلې ولري.

د ښوونې او روزنې د کارپوهانو په اند، د نجونو د منځنۍ او لېسې دورې د ښوونځیو تړلې پاتې‌کېدل، سره له دې چې زده‌کوونکي له نامعالوم وضعیت سره مخ کوي، د ټولنې پرمختګ ته هم زیان رسوي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

کابل کې یوه ښوونکې او د ښوونې او روزنې کارپوهه بصیره شېرزاد سلام‌وطندار ته وویل، ښوونځیو ته د نجونو نه پرېښودل په یوه فرهنګ بدل شوی او هغوی به له ټولنې څخه څنډې ته کړي.

هغې زیاته کړه: «ښوونځیو ته د نجونو نه پرېښودل به په یوه فرهنګ بدل شي. کومه ټولنه چې د زده‌کړې له اړخه په ټيټه کچه کې وي، د پرمختګ له پلوه هم په ټيټه کچه کې وي او د بلې هرې ټولنې په پرتله به ټکنۍ وي.»

په همدې حال کې د ښوونې او روزنې بل کار‌پوه عتیق‌الله صادقي هم وایي چې اسلامي امارت تراوسه د نجونو ښوونځیو تړل پاتېدو په برخه کې قانع‌کوونکی ځواب نه‌دی ورکړی.

له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو تړل پاتېدل په کور دننه او بهر کې پراخ منفي غبرګونونو راپورته کړي دي.

په همدې حال کې څو موده مخکې د اسلامي امارت مسوولانو، د نجونو د ښوونځیو پرانستو په موخه د یوې کمېټې د جوړېدو خبر ورکړ، خو د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي نن سلام‌وطندار ته وویل چې د دې کمېټې په اړه معلومات نه لري.

هغه زیاته کړه: «په دې اړه تراوسه موږ ته معلومات نه دي رسېدلي او دا خبره ما ستاسو نه واورېده.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ټاکل شوې وه چې د نجونو ښوونځي د وري میاشتې په درېمه نېټه په ټول هېواد کې بېرته پرانستل شي، خو د پوهنې وزارت په هماغه ورځ اعلان وکړ چې د نجونو متوسطه او لېسې به تر بل خبرتیا پورې تړلي وي. له هغې نېټې څخه شاوخوا نهه میاشتې تېرېږي او تراوسه هم هغوی پر خپلې ژمنې عمل نه دی کړی او له شپږم ټولګي پورته نجونو لپاره د ښوونځیو دروازې تړلې پاتې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام