Asset 1SWN

غزني کې ناپېژنده کسانو د نجونو یو ښوونځی سوځولی

b999a3e2-4624-4f1d-99ab-d9c3a8ae66c0

د غزني د پوهنې ریاست مسوولان وايي چې د غزني ښار اړوند سیمه کې بېګاه ناوخته ناپېژنده کسانو د نجونو یو ښوونځی سوځولی دی.

پېښه بېګاه د غزني ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند البیروني ښارګوټي کې رامنځته شوې چې له کبله یې د نجونو «البیروني ابتداییه ښوونځي» اداره سوځول شوې او د یاد ښوونځي ټول اداري سندونه او تجهیزات له‌منځه وړل شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د غزني د پوهنې ریاست د مسوولانو په وینا، د ا.ا ځواکونو او د سیمې اوسېدونکو پر وخت دغه ښوونځي کې د اور د پراخېدو مخه نیولې ده.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د البیروني ابتداییه ښوونځي کې په دوو بېلابېلو وختونو کې سلګونه نجونې او هلکان زده‌کړې کوي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام