Asset 1SWN

ننګرهار کې ناپېژنده کسانو د «سولې او ازادۍ» سوداګریز انسټېټیوټ سوځولی

Untitled-3-p29gzfu3vbzbodnpv1a79b8m9f074wu59v9lmkcrsc

د ننګرهار د رسنیو دفتر وايي چې ناپېژنده کسانو بېګاه د دغه ولایت په مومندرې ولسوالي کې د «سولې او ازادۍ» سوداګریز انسټېټیوټ سوځولی او تښتېدلي دي.

د ننګرهار د رسنیو دفتر د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې د یاد انسټېټیوټ دوه ټولګي او تجهیزات سوځېدلي او په وینا یې، مسوولو کسانو لګول شوی اور مړ کړی او د عاملانو د پېژندنلو او نیولو هڅې یې روانې دي.

د ننګرهار والي د رسنیو دفتر د دغه کار عاملان د پوهې او پرمختګ دښمنان بللي او په وینا یې، له نیولو وروسته به یې د قانون منګولو ته وسپاري.

د سولې او ازادۍ انسټېټیوټ د ننګرهار د مومندرې ولسوالي په ډکه سیمه کې و چې سلګونو کسانو په‌کې زده‌کړې کولې.

تر اوسه کوم چا یا ډلې د دغه انسټېټیوټ د سوځولو مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا دوه کاله وړاندې هم په همدې ولسوالي کې د اېمل‌خان بابا ښوونځی هم د ناپېژنده کسانو له لوري سوځول شوی و.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام