Asset 1SWN

سلام وطندار

کندهار کې ناپېژاندو وسله‌والو یو ښوونځی په بمونو الوځولی

KDR-ownrb5idu5o7nobre7z40ovwsggd9fvi685629zgyc

 

 د کندهار د امنيې قومندانۍ وياند جمال‌ناصر بارکزی سلام‌وطندار ته وايي، ناپېژاندو وسله‌والو تېره شپه يو نوی جوړ شوی ښوونځي په بمومو الوځولی دی.

باکرزي وويل، ياد ښوونځی د ژړۍ ولسوالۍ «مهاجرینو کمپ» سیمه کې و.

دغه ښوونځي کې تر ۳۰۰ زیاتو هلکانو زده‌کړه کوله او دې وروستیو کې د کلیو پراختیا وزارت له لوري د «اقراء» پروګرام له لارې د پنځه میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوی و.

تراوسه د ښوونځي ویجاړولو په اړه کومې ډلې څه نه دي ویلي.

دې وروستیو کې دا لومړی ځل دی چې کندهار کې یو ښوونځی د نامعلومو وسله‌والو له لوري په بمونو الوځول کېږي.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام