د کندهار د والي وياند بهیراحمد احمدي سلاموطندار ته وايي، ناپېژاندو موټرسايکل سپرو وسلهوالو د ياد ولايت د استيناف څانوالۍ پخوانی رييس شبیراحمد قیومي وواژه.
نوموړي وويل، دغه پېښه نن وروسته له غرمې د کندهار ښار د نهمې ناحیې اوړند قادري واټ سيمه کې شوې ده.
د شبیراحمد قیومي زوی محب الله شبیر وايي، پلار يې له چا سره شخصي دښمني نه لرله.
د يادې پېښې مسووليت تر اوسه پورې چا پر غاړه نه دی اخيستی.
د يادولو ده چې په دې وروستیو کې د کندهار ښار امنیتي وضعیت خراب شوی او همداراز له تېرو څو ورځو راهیسې د ارغنداب ولسوالۍ بېلابېلو سيمو کې وسلهوالو طالبانو له امنيتي ځواکونو سره نښتې پيل کړې دي.